د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ دوستانه کرېکټ سیالۍ ترسره کیږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): ټاکل شوې ده چې د افغانستان، پاکستان او چین کرېکټ ټيټو لوبډلو ترمنځ په چین هېواد کې دوستانه کرېکټ سیالۍ ترسره شي.

د پاکستانۍ ورځپاڼې «ایکسپریس نیوز» د راپور سره سم دغه سیالۍ د درې هېوادونو د ښې اړیکو درلودلو زیاتوالي په پار د چین په بیجنګ کې ترسره کیږي.

راپور زیاتوي چې د پاکستان، افغانستان او چین نولس کلنو څخه کم عمره لوبډلو ترمنځ دغه ۱۵ اوریزه سیالۍ به په اکتوبر میاشت کې ترسره شي.

ددې سیالیو له مخې به هره لوبډله د بلې پر وړاندې یوه یوه سیالۍ ترسره کوي، په پای کې به د لوبډلو په ویاړ غونډه ترسره شي او د اکتوبر په ۲۴مه به افغان لوبډله هېواد ته راستنه شي.

د افغان کرېکټ بورډ د یادو سیالیو په اړه څه نه دي ویلي او نه هم دا په ډاګه شوې چې افغان نولس کلنو څخه کم عمره لوبډله به په کومه نېټه چین هېواد ته سفر کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د