ټاکنو کې د ولس ګډون ولې کمرنګه او پيکه و؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): تېره ورځ په هېواد کې د امریکايانو د راتګ راهيسې په تېرو اتلسو کلونو کې د څلورم ځل لپاره ولسمشريزې ټاکنې په داسې حال کې ترسره شوې، چې د خلکو ګډون په کې کمرنګه و.

د پلازمېنې کابل په شمول په سترو ښارونو کې د رايې اچونې مرکزونو کې د رايې ورکوونکو کتارونه نه و او د لرې پرتو سيمو وضعيت تر دې هم بدتر و.

د ټاکنو کميسيون ويلي و، شاوخوا نهه ميليونه خلک د رايې ورکولو لپاره په شرایطو برابر دي، د ملګرو ملتونو او نړيوالو بنسټونو څارونکو ډلو ويلي، په ټاکنو کې ۲ ميليونه خلکو ګډون کړی دی، خو ځينې نورې حکومتي سرچينې وايي، د رايې اچوونکو شمېر ۱.۲ ميليونه دي.

د پخوا په پرتله دا ځل د ټاکنو په پروسه کې د خلکو لېوالتيا هم د نشت برابر وه او د ناامنو سيمو سربېره په کابل ښار، باميانو غوندې خوندي ولايت کې د خلکو ګډون د نشت برابر و.

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د اطلاعاتو و کلتور وزير او د کرزي د دفتر رئیس عبدالکريم خرم وايي، د خلکو د پيکه ګډون لامل اساسي علت پر دغې پروسې د خلکو نه باور و.

د کابل پوهنتون استاد او د مسير ورځپاڼې مسؤول مدير اسد وحيدي وايي، د ۱.۲ ميليونه خلکو په رايو د ۳۶ ميليونه خلکو ولسمشري مشروعيت نه لري.

د چارو کارپوه او مدني فعال خیرالله شينواري ويلي، په لسګونو ولسواليو کې د امنيتي ګواښونو له امله ټاکنې نه دي شوي او په ښاري سيمو کې هم د خلکو ګډون کمرنګه و.

ازادي راډيو هم په خپلو راپورونو کې ويلي، د رايې اچونې په ورځ اته سوه مرکزونه تړل شوي وو.

د چارو کارپوه او پوهنتون استاد ذاکر جلالي په خپله فيسبوک پاڼه ليکلي، د ولس سياسي شعور لوړی شوی او د ټاکنو پر ځای يې سولې ته رايې ورکړه.

طالبانو هم له ټاکنو وړاندې په خپلو تکراري اعلاميو کې له خلکو غوښتي وو، چې د ټاکنو مرکزونه او کارکوونکي د دوی د بریدونو هدف دي او خلک بايد له دې پروسې لرې وګرځي.

طالبانو دا ټاکنې جعلي، د جګړې د دوام او د سولې د له منځه وړلو لامل بللې وې.

داسې ښکاري، چې ولس په روانو حالاتو کې سوله تر ټاکنو غوره بولي، د ټاکنو پروسه يې د هېواد په ګټه نه ده بللې، له همدې امله يې د ناامنو سيمو سربېره د باميانو په څېر خوندي سيمو کې هم په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی او د ۱.۲ ميليونه وګړو ګډون به هېڅکله د ولسمشر د ټاکلو مشروعيت ونه شي لرلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
اجمل
میلمه
اجمل

معلومه خبره ده، لدی وجی کم رنګه وه چی طالبانو هر چیری خلکو ته ویلی وو چی انتخاباتو کی ګډون ونکړی. د طالب د اخطارونو له وجی دا پروسه کم رنګه وه.