د اهل حل او عقد شوری او د خلفاء راشدینو ټاکنې

عبدالعزیز انوري

پدې کي د امت د علماوو هیڅ اختلاف نسته چي د تشریعي احکامو او قانون جوړوني مصدر یوازي الله عزوجل دی. پدې کي هیڅ بشر شراکت نلري او ددې قوانینو د پيژندلو طریقه قران او هغه وحي دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې کړي دي. پدې سره الله تعالی پر انسان ډير لوی کرم او رحم کړی دی، دده کرامت او مصالح یې ساتلي او د بشر د استبداد څخه یې ژغورلی دی.

د قانون جوړوني سلطه او واک یوه انسان ته ورکول د الله جل جلا له سره په ربوبیت کي شرک دی او د استبداد ، سرکښۍ ، ظلم ، تیري او د انساني حریت سلبېدل دي.

الله تعالی فرمايي: إنِ الحكم إلاّ لله. (سورة یوسف:۴۰)

انسانان د احکامو په تفیذ، تطبیق او رسونه کي د الله تعالی له طرفه وکلاء دي. انسان د الله تعالی له لوري خلیفه دی او خلیفه او وکیل باید د مستخلف له اوامر نافذ کړي:

{إن الله يأمركم أن تؤدوا الأمانات إلى أهلها، وإذا حكمتم بين الناس أن تحكموا بالعدل} [النساء: ۵۸] (الفقه الاسلامي وادلته،
نظام الحکم في الاسلام)

د اسلامي امیر د اهلیت یو څو شرایط فقهاوو داسي لیکلي دي:
•       مسلمان به وي.
•       عاقل او بالغ به وي.
•       نارینه به وي.

•       قریش به وي، که چیري دا شرط نه برابریږي غیر قریشي هم صحیح دی خو مقبول شخص به وي.

•       علم: د قران او سنتو پوره علم باید ولري ترڅو اسلامي احکام په صحیح ډول نافذ کړي.

•       عدل: د حاکم عدل هغه دی چي د ظلم پر ځای انصاف وکړي او خپله به هم یو عادل، دینداره، د حرامو څخه لیري او امین شخص وي.

•       ازاد به وي. حر انسان به وي، د چا تر تاثیر لاندي به نه وي.

•       په سیاسي، نظامي او اداري چارو کي به د کلکي ارادې خاوند وي ترڅو دمسلمانانو اړتیاوي او چاري په صحیح شکل سنبال کړایسي.

•       کامل شخصي صفات: په شجاعت او میړاني کي به ممتاز وي ترڅو د جهاد په مټ د هیواد ساتنه په صحیح شکل وکړي، حدود قایم کړي، د ظالم څخه د مظلوم حق واخلي او اسلامي احکام په جرات سره نافذ کړي.

•       بدني سلامتیا ولري: ټول حواس یې باید پر ځای وي. (الفقه الاسلامي وادلته، نظام الحکم في الاسلام)

د رایي ورکولو ترمخه باید مسلمان یو ځل د شریعت لارښووني هم ځان ته معلومي کړي چي شریعت ددغه حیاتي موضوع په اړه څه لارښووني کوي؟ او ایماناً دا فیصله وکړل سي چي ایا واقعاً دا پروسه د اسلامي لارښوونو مطابق ده او ایا د اسلام د حاکمیت ذریعه او د مسلمانانو په نفعه ده؟

د امیر ټاکلو اسلامي طریقه

د اهلیت د پورتنیو صفاتو له مخي د اسلام حکم دا دی چي امیر یا خلیفه ټاکل باید د اهل حل او عقد د شوری د لاري وسي او ترڅنګ يې د امت رضایت هم شامل سي. شریعت ددې جواز نه ورکوي چي یو څوک په زوره پر تخت کښيني یا د اهل حل او عقد د شوری کولو پرته یو څو کسان نوموړی پر تخت کښینوي بلکي ټاکني به د اسلامي شوری د لاري کیږي. قرانکریم يې داسي بیانوي:

(وَأَمْرُهُمْ شُورَىٰ بَيْنَهُمْ) الایة

رسول الله صلی الله علیه وسلم په ډيرو قضایاوو کي د خپلو صحابه کرامو سره مشورې کولې. پر همدغه نبوي تګ لاره باندي خلفاء راشدینو هم پخپلو خلافتونو کي عمل کاوه او په مهمو قضایاوو کي یې د خواصو صحابه کرامو سره مشورې کولې.

حضرت عمر رضی الله عنه ته خبر راغلی چي یو څو نفره غواړي د خپل نظر مطابق ستا تر وفات وروسته یو څوک مشر وټاکي نو قهر ورغلی او مسجد ته راغلی او د جمعې په ورځ یې په خطبه کي داسي وویل: مَنْ بَايَعَ رَجُلاً عَنْ غَيْرِ مَشُورَةٍ مِنَ الْمُسْلِمِينَ فَلاَ يُبَايَعُ هُوَ وَلاَ الَّذِي بَايَعَهُ تَغِرَّةً أَنْ يُقْتَلاَ. یعني څوک چي د مسلمانانو د مشورې پرته د چا سره بیعت وکړي نو نه دي د هغه پیروي کیږي او نه دي د هغه چا پیروي کیږي چي بیعت یې کړی دی او ددې بیره سته چي …. (بخاري)

نو دا چي امیر یا خلیفه به د شوری د لاري ټاکل کیږي، ددې مطلب علماوو دا لیکلی دی چي (اهل حل او عقد) شوری به پدې اړه رایه ورکوي، دا د اسلامي سیاست یو اصطلاح ده چي د امیر یا خلیفه ټاکل به اهل حل او عقد کوي. ددې
دلیل دا دی چي د راشدینو خلفاوو په وخت کي چي کومي ټاکني سوي دي هغه یوازي د اهل حل او عقد په مشوره سوي دي.

– د ابوبکر صدیق رضی الله عنه په وخت کي داسي وسوه چي د یوه یوه فرد څخه رایه وانه خیستل سوه خو د مهاجرینو او انصارو یوه ټولۍ راجمعه سوه او دوی ټولو په ګډه د ابوبکر رضی الله عنه سره بیعت وکړی.

– کله چي د ابوبکر صدیق رضی الله عنه وفات نژدې سو نو د مشرانو صحابه کرامو سره تر مشورې او راي ګیرۍ وروسته یې حضرت عمر رضی الله عنه خلیفه وټاکی.

– حضرت عمر رضی الله عنه وفات ته نژدې، د راتلونکي خلیفه د ټاکلو په اړه شپږ صحابه کرام وټاکل او دوی ته یې د خلیفه د انتخاب اختیار ورکړی چي دغو شپږو معتبرو صحابه کرامو حضرت عثمان رضی الله عنه خلیفه وټاکی.

– کله چي حضرت عثمان رضی الله عنه شهید سو نو خلګ و حضرت علي رضی الله عنه ته راغلل او هغه ته يې د بیعت لاس اوږد کړی.

هغه ورته وفرمایل: لیس ذالک الیکم انما هو لاهل الشوری واهل بدر. فمن رضی به اهل الشوری فهو خلیفة فنجتمع وننظر فی هذا الامر. (الامامة والسیاسة) یعني دا کار ستاسو په لاس کي نه دی دا خو د شوری او د اهل بدر کار دی، اهل الشوری چي هر څوک خوښ کړی هغه به خلیفه وي نو را ټول به سو او پدې اړه به غور وکړو.

کله چي خلګو ټینګار وکړی نو بیا ده وفرمایل چي راځی مسجد ته ځکه دا کار پټ او د مسلمانانو بې خوښیه نه کیږي.

کله چي مسجد ته داخل سو نو ماجرینو او انصارو رضی الله عنهم بیعت ورسره وکړی او بیا ټولو خلګو بیعت وکړی او
حضرت علي رضی الله عنه خلیفه وټاکل سو.

په دغه ډول امیر المومنین حضرت علي رضی الله عنه د عوامو خلګو رایه معتبره ونه بلل بلکي دا یې فرمایل چي د امیر انتخاب به اهل شوری کوي.

پردې همدا بنیاد باندي د سیاست علماء وايي چي د امیر یا خلیفه انتخاب د اهل حل او عقد ته سپارل سوی دی او همدوی به انتخاب کوي.

د اهل حل او عقد شوری پیژندنه:

په لغوي لحاظ حل یعني د پیچلو معاضلاتو حل کول او عقد معنی د پاشلو یو ځای کول، د لیري سوو وصلول او د ضعیفه سوو قوي کول. یعني د چارو د حل کولو او رغولو وړ کسان.

نو دا کسان څوک دي؟ هم العلماء المختصون (أي المجتهدون) والرؤساء ووجوه الناس الذين يقومون باختيار الإمام نيابة عن الأمة. (فقه الاسلامي وادلته)

یعني دا شوری د ځانګړو (مجتهدو) علماوو، مشرانو او په ټولنه کي د مخورو کسانو څخه جوړیږي کوم چي د امت په نیابت امیر ټاکي.

ددې شوری غړي به د عدل (تقوا)، علم او حکمت لرونکي وي، په خلګو کي به محبوب او مقبول وي. ددې شوری وظیفه دا ده چي په ډیر دقت سره به هغه امیر ټاکي کوم چي شرایط او صفات یې ډیر کامل وي او امت ته د خوښۍ وړ وي. البته
شوری به پدې اړه د امت رضایت هم اخلي. ددې شوری ډير نور تفصیلي مسائل هم سته. (فقه الاسلامي وادلته)

د اهل حل او عقد څخه مراد هغه کسان دي چي عوام خلګ یې صاحب رائ یعني د ښه رايي او نظر خاوندان بولي او خپل لارښوود یې بولي (چي د دیانت، بصیرت او امانت خاوندان وي، معتبر او اعتمادي خلګ وي). په هغه زمانه کي په اهل حل
کي د مختلفو قومونو مشران هم وه، فقهاء کرام هم وه او د مختلفو حلقو مشران هم شامل وه. دا یو داسي مجهوله اصطلاح نه وه چي په تعین کي به یې د خلګو اختلاف وو بلکي په عمومي دول په ټولنه کي چي به خلګو ته معلومېدل چي
اهل حل او عقد څوک دي. ځکه نو ددغه شوری خاص تعین ته اړتیا نه وه بلکي عوامو خلګو دغه اهل کسان پیژندل او پوهیدل چي که د دوی مشوره نه وي تر هغوی دوی خپل نماینده نه پیژني.

او په عام ډول سره د خلیفه د انتخاب طریقه داسي وه چي د اهل حل او عقد شوری به د هغه پر لاس بیعت په دا الفاظو کاوه: بایعناک راضین علی اقامة
العدل والقیام بفروض الامامة علی کتاب الله وسنة رسوله صلی الله علیه وسلم. (تحریر الاحکام وتدبیر اهل الاسلام)

یعني موږ په خوښۍ سره ستا سره پردغه خبره بیعت کوو چي ته به د قران او سنتو مطابق د امامت د فرایضو په ادا کولو سره انصاف او عدالت قایموې.

موږ او تاسو وینو چي د ډیموکراسۍ په کفري نظام کي د اسلام و دغه اصل (د اهل حل او عقد شوری) ته هیڅ ارزښت نه ورکول کیږي، وجه یې دا ده چي کفري نړۍ غواړي د جعلي رايي ګیرۍ د لاري په ډيره اسانۍ سره خپل د خوښي هغه تش په نامه شخص وټاکي چي د دوی “مشترکي ګټي” او د کفري نړۍ منافع تامین کړي.

همدا وجه ده چي پر انتخاباتو زیاته پانګونه کیږي، سوله لغوه کیږي، عوام خلګ په پیسو یا تبلیغاتو رانیول کیږي، نو به په ظاهره رایه د یو څو خلګو لیدل کیږي خو د مشر ټاکنه به د غرب لخوا وي. د عوام الناس ذهنیت هم دوی
جوړوي، ډیر ژر یې غولولای سي او وروستی انتخاب هم دوی کوي.

نو مسلمانان باید دغه موضوع ته په کمه سترګه ونه ګوري ځکه مفسرینو لیکلي دي چي د یو نا اهله پر انتخابولو باندي نه جبرانېدونکي جرایم او ګناهونه مرتب دي چي په هغو ټولو کي به دغه کس شریک وي. همدارنګه نا اهله او بې دينه کس ته رايه ورکول د قرانکریم د ایتونو او احادیثو له مخي د درواغو شاهدي، ناوړه سپارښتنه او ناجايزه وکالت دئ او ددې کار بربادونکې نتيجه هم دده په عمل نامه کي ليکل کيږي، نوځکه دا ګناه (بې دينه کس ته رايه ورکول او د قدرت چوکۍ په لاس ورکول) تر غلا، چور، زنا او نورو ډېر ګناهونو څو واره سخته ګناه ده او ددې ګناه قياس پر نورو ګناهونو باندي نه سي کېدلاى،  مسلمان باید داسي ونکړي، چي پر خپلو اوږو يو داسي بار واچوي چي د هغه څخه خلاصون ناممکن او د هغه بخښنه ډېر مشکله وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
2 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ګوره وروره! ستا د لیکنی د وروستیو لسو پنځلسو کرښو سره تماس نه نیسم ځکه پدې هکله یو بل سره فکری بېلتون لرو امّا ستا د لیکنی د لومړنیو برخو په وړاندی ډېری زیږې پوښتنی شته دی چی البته تاریخی واقعیتونه دی . د درو لومړنیو او وروستی څلورم خلیفه د ټاکلو د کیفیت او څرنګوالی په هکله هم ستا په لیکنه ځینی څرګند تناقضات تر سترګو کیږی چی تر هغه به هم تېر سو. خو اصلی پوښتنه: د څلورم خلیفه تر مرګ وروسته بیا تر نن ورځی پوری کوم خلیفه او امیر او مَلَک او حاکم د مسلمانو ټولنو… نور لوستل »

احسان محمود
غړی
احسان محمود

مشره لږ انتظار شه، پر دې موضوع باندي ان شاء الله تعالی مفتي عبد الله رشاد د تفصیلي لیکني اراده لري، ټول هغه څه به واضح شي، چې تا ته ګونک ښکاري، ځکه اسلام یو تمام دین، او پر دې زموږ ایمان دی، چې تر اخرته پوري له هري زمانې سره برابر دین دی. او بل دا چې سیاست هم یو داسي موضوع نده، چې د اسلامي احکامو څخه باهر وي، په اسلامي سیاست به ان شاء الله سره پوه سو. خو تا په رد کې د ( تاسي ) کلیمه کارولې ده، نو معنا دا چې که دغه لیکوال… نور لوستل »

اجمل
میلمه
اجمل

غ حضرت ته: ځواب به یی زه در کړم. ولی مجاهدین د مولوی محمد نبی محمدی په مشری شورای اهل حل و عقد نوه جوړه کړی چی پکی بیا ربانی د حکومت مشر وټاکل شو؟ هغه مولوی محمد نبی درته یاده وم چی اوس وخت د نغمی سندرغاړی خسر دی. خو خپله مولوی صیب لا پخوا مړ شوی دی. بله خبره: طالبان سر د اوسه د انتخاباتو څخه ځانونه ژغوری او ځانو ته لاره چاره غواړی پیدا کړی. شواری اهل حل و عقد(د بدعتیانو او مشرکانو شورا).

مجاهد
میلمه
مجاهد

انوری صاحب ! ډیره مننه الله ج دی اجرونه درکړی. حضرت محمد ص په خپل ژوند کی د مسلمانانو د زعماوو د ټاکلو د پاره صریحا څه نه دی ویلی او نه په قران کی په دی اړه صریح حکم شتون لری . مګر د هغو مسایلو د پاره جه په قران او احادیثو کی یی صریح حکم شتون ونه لری د اجتهاد او مجتهدینو یادونه او جواز ورکړی شوی ، څنګ کی یی قران او احادیثو کی په جلا جلا قیصو کی د زعامت ټاکلو د پاره اشاری او یادونی شوی، د هغو ایتو او احادیثو یوځای کول او… نور لوستل »