جنتي ټولګ؛ تاسو د دوى مرتبې وپيژني!

ژباړه: حشمت الله مياخېل

حضرت انس رضي الله عنه فرمايي چه د نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دي :چې ځما د صحابو مثال خوراک کې د مالګې په شان دي. چه خوارک بى د مالګې ښه کيدى نشي.

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى :چه الله تعالى نه ځما د صحابو په باره کښې ويريږي دوى د ملامتيا نښه مه ګرځوي. څوک چې صحابو کرامو سره محبت ساتى، ماسره د محبت په وجه ورسره محبت ساتى,او څوک چې صحابو کرامو سره کينه ساتى،هغوى ځما د بُغُض په وجه ورسره بُغُض ساتى.

چا چې صحابو کرامو ته تکلیف ورکړه،هغوى ماته تکلیف راکړه,او چا چې ماته تکلیف راکړه هغه الله تعالى ته تکلیف ورکړه,او څوک چه الله تعالى ته تکلیف ورکوي. نژدې ده چه د الله تعالى په ګرفت کې راسى.

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: چه ځما صحابو ته کنځل مه کوئ. که چېرې تاسو کې څوک د احد د غر برابر سره زر خرچ کړې نو هغه د ثواب په اعتبار سره د صحابو کرامو رضوان الله اجمعین د يو مُدَ برابر هم نشي کيدلى.

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: چې څوک صحابو کرامو ته کنځل کوي په هغه دي د اللـه تعالى لعنت وي او د فرښتو لعنت او د ټولو انسانانو لعنت دي پرى وي. نه د هغه فرض قبول دي او نه نفل.

نبي کریم صلى الله عليه وسلم ارشاد مبارک دى: چه الله تعالى دانبياء کرامو عليهم السلام نه علاوه د ټول مخلوق نه ځما صحابه راچنړکړى دي او دوي کې يې

څلور غوره کړي دي.حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه حضرت عمر فاروق رضي الله عنه حضرت عثمان بن عفان رضي الله حضرت علي رضي الله عنه،دوى يې ځما ټولو صحابو نه بهتر ګرزولې دي.

ابو سختييانى رحمه اللـه فرمائي :چه چا حضرت ابو بکر صدیق رضي الله عنه سره محبت وکړه__ هغه دين نيغ کړه.

چا چې حضرت عمر فاروق رضي الله عنه سره محبت وکړه__ هغه د دين واضحه لاره وموندله.

چا چې حضرت عثمان بن عفان رضي الله عنه سره محبت وکړه__هغه د الله تعالى په رنړا سره روښانه شو.

چا چې حضرت علي رضي الله عنه سره محبت وکړه__ هغه د دين مضبوطه رسۍ اُونيوله.

څوک چې د صحابو کرامو رضوان الله اجمعین تعريف کوي هغه د نفاق نه برى دى او څوک چې د صحابو کرامو رضوان الله اجمعین بى آدبي کوي هغه بِدعَتِی،مُنافق،

د سنتو مُخالِف دى، ماته ويره د چي د هغه هيڅ عمل قبول نشي،تر څو چه دى ټولو صحابو کرامو رضوان الله اجمعین سره محبت اُونه ساتى او دوى له خوا يي زړه صفا نه شي.

يو حديث کې د خاتم النبيين امام المرسلین حضرت محمد صلى الله علیه وسلم ارشاد مبارک دى چې اى خلکو! ځه د ابوبکر صدیق رضي الله عنه نه خوشحاله يم، تاسو خلک دهغه مرتبه وپيژني، ځه دعمر رضي الله عنه نه، عثمان رضي الله عنه نه، علي رضي الله عنه نه، طلحه رضي الله عنه نه، زُبير رضي الله عنه نه، سعد رضي الله عنه نه، سعيد رضي الله عنه نه، عبد الرحمان بن عوف رضي الله عنه نه، ابوعبيدَ رضي الله عنه نه خوشحاله يم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د