شعـــــرونه

غزل؛ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

له دې وطنه سړی چرته لاړ شي
نو له خپل تنه سړی چرته لاړ شي؟

په غرۀ او کلي بمبارونه کېږي
ښار کې چاودنه، سړی چرته لاړ شي

دلته وژنه، سړی چرته لاړ شي
هلته وژنه، سړی چرته لاړ شي

توره ماښامه لاره نۀ ښکارېږي
تېر ماخُستنه! سړی چرته لاړ شي

د یار په زړۀ کې هم ورننوتم
نور نو دننه سړی چرته لاړ شي

ستا له یادونو څنګه ځان وباسم
له ځنکدنه سړی چرته لاړ شي

ستا د تهمت جامې مې واغوستلې
له دې کفنه سړی چرته لاړ شي

په تا مئین یم “خدرخېل” لېونی
په ځان مئینه! سړی چرته لاړ شي

ـــــــــــــــــــــــــــــ
#جانان_خدرخېل

۱۳۹۸/۷/۳

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x