شعـــــرونه

غزل؛ مهاجر مدثر

مهاجر مدثر

قدم ورو ږده چي يو ښکلی‎ انځور کاږم
نن  دي يبلي پښې او پلی‎ انځور کاږم

د ويجاړ کنډواله شوي کور انګړ کي
بوڅي شونډي غريو نيولی ‎انځور کاږم

له منګيو تر بنګړيو  آن تر څانګو
له ګودره نړيدلی‎ انځور کاږم

نه غوښتنه د زړه نده وخت مجبور کړم
ته لږ صبر ته لږ  غلی انځور کاږم

د لېوه ځيږې څرمني نه‎ خوږ بزم
تاندو ګوتو زيږولی انځور کاږم

ځوړند سر لمرمخی پښې‎که ګريوان څاري
لمر پلوی کوچـــېدلی‎ انځور کاږم

ځه چي  ته پرې خفه کيږي نه در ګورم
د چينې له تله وللی‎ انځور کاږم

ړندې سترګي د جهان نه  پرې لګيږي
که هر څومره ځلېدلی انځور کاږم

دوی پرېږده چي يې له خولو نقدونه اوري
تې منې ؟ چي ناپېيلی‎  انځور کاږم

څوک ابليس دي کري زړه کي د شک توخم
خدای  منې که به  ترينګلی‎ انځور کاږم

که مي سر د خپل محبوب په زنګون کېښود
بلا کيف به ترې سپېڅلی‎ انځور کاږم

ومنه که مدثره! انځورګر  ‎‎يم
خو لوراند  را لورولی انځور کاږم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x