له شهرته منډې

حامد افغان

د الله تعالی سپېڅلي او رښتیني بندګان له شهرته منډې وهي، داسې هم نه ده چې څوک شهرت لري او منډې نه ورنه وهي نو هغه صحي نه دي، نه داسې نه ده، بلکي که موږ د سلفو او امت د نورو نېکانو تاریخ وګورو عموما چا له شهرت سره مینه نه لرله، وجه یې دا ده چې په شهرت کې د ریا وېره ده، یعني په ډېره سختي سره به انسان له شهرت سره مستقم پاته کېږي، نو ځکه هغوی له شهرته منډې وهلې. او که چا ته د الله خوښه شي، له شهرت سره هم خوندي پاته کېدلی شي.

اویس القرني رحمه الله د امت هغه ستر انسان دی چې رسول الله صلی الله یې پخپله ستاینه کړې ده او ابو بکر او عمر رضي الله عنهما ته یې ویلي و چې که مو هغه چرته پیدا کړ نو له الله نه د مغفرت دعا ورنه وغواړئ! خبره را لنډوو، یو وخت هغه عمر رضي الله عنه پیدا کړ، د مغفرت دعا یې ورته وغوښتله، مدینه کې یې څو شپې ورسره وکړې، خو چې کله یې د خلکو زیاته توجه ولیدله او د شهرت وېره یې زیاته شوه، نو له مدینې نه یې د کوچ اراده وکړه.

عمر بن الخطاب رضي اله عنه ورته وویل: چرته ځې؟ اویس القرني رحمه الله وویل: کوفې ته ځم، عمر ورته وویل: د کوفې امیر ته ستا لپاره لیک درکړم؟ هغه انکار وکړ او ورته ویې ویل: ما ته له غریبو او ناپېژاندو خلکو سره اوسېدل خوند راکوي. صحیح مسلم

داراز د امت لوی او ستر انسانان هر یو ابراهیم النخعي او الحسن البصري رحمهما الله تعالی وايي : په دیني او دنیوي چارو کې چې چا ته خلک په ګوتو نغوتې او اشارې کوي؛ همدا فتنه یې بس ده. مګر هغه خلک نه چې الله ساتلي وي. ” الزهد ” لابن السري (2 /442) .

یوه ورځ د امام احمد رحمه الله تره هغه ته ورغی، هغه پروت و او پخپل لاس یې سر ایښی و، تره یې ورته وویل: وه وراره! ولې هر وخت دومره خپه او غمژن یې؟! امام احمد راکېناست او ورته ویې ویل: زما تره ! هغه خلک بختور دي چې یاد یې پټ وي او خلک یې نه پېژني. مطلب دا شو چې خپل شهرت ته خپه و! “مقدمة الجرح والتعديل” لابن أبي حاتم١/ ٣٠٦

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د