
مونږ ولې لمونځ نه کوو؟
قاري حامد سعادت
کله مو له ځان سره دا فکر کړی دی چې مونږ ولې لمونځ نه کوو؟
ایا د متعال رب له خدايۍ منکر یو! چې لمونځ نه کوؤ؟
ایا د متعال رب نه زورور یو چې د هغه حکم ماتوؤ او عبادت یې نه کوؤ؟
که چیرته له دغو پورتنیو پوښتنو پرته بل داسې کومه خبر نه وي نو بیا داسې څه شته چې زمونږ د عبادت د ممانعت سبب ګرځي؟
کله چې د انسان جسم او روغتيا دواړه سالم وي او دهيڅ ډول ناروغي او مشکل نه لري او بیا هم لمونځ نه کوي ترې لوی ظالم، ناشکره او کبرجن انسان نشته!
زمونږ د نجات لپاره یواځینۍ لار همدا لمونځ دی چې مونږ د اخرت له عذابونو خلاصوي.
که چیرته مونږ د خپل بدن په اړه لږ ساعت فکر وکړو او د بدن یو اندام د شکرانې په عوض کې په خپل ځان نفلونه مقرر کړو ایا د شپې او ورځې به دومره وخت پیدا کړو چې دنیاوي کار پکې وکړو؟
ایا یواځې د یوې سترګې قیمت به مونږ پوره کړو؟
د پورتینو پوښتنو د سم ځواب په ورکولو کې به پاتې راشو او هیڅکله به هم د خدای د یو نعمت شکر ادا نشو کړای.
زمونږ عبادت ته متعال رب هیڅ اړتیا نه لري او نه زمونږ عبادت د متعال رب په قدرتو کې ذره فرق راوستلی شي!
که عبادت کوو هم الله تعالیٰ د نړۍ نظام چلوي او که یې نه کوو هم دغه نظام چلوي؛ خو که عبادت مو وکړو لا به د نعمتونو او رحمتونو بارانونه را باندې وشي.
په نعمتونو کې به زیادت راته په نصیب کړي، که مو نه وکړو خدای مو ډیر مهربانه ذات دی رزق نه را باندې بندوي او نه مو په دنیا د ژوند نه کولو بندیز را لګوي بلکې صبر راته کوي چې بنده به مې بیرته راته را وګرځي او سم به شي، هماغه کبرجن ناشکره بنده وي چې سل کاله یې د خدای دښمني کړي وي په یو وار ورتګ سره یې د ټول عمر بد ورمعاف کوي مونږ بیا هم د خدای ناشکري کوو او عبادت نه کوو.
زموږ رب څومره لوی غیرتي ذات دی، که هر څومره بدکاره هم شو هغه مو بخښي،
که په اخلاص توبه وباسو الله تعالی يې قبلوي.
راځئ! چې تول د متعال رب در ته سر ټیټ کړو او د هماغه لوی رب عبادت د زړه په سترګو وکړو!
الله دې موږ ته د خپل قبول شوي عبادت او اخلاص توفيق راکړي.
امين
ګران او دروند ورور قاری صاحب سعادت او دده د لیکنی ډېر لوستونکی مطمئناً لمونځ اداء کوی بناً که ئې د لیکنی په عنوان کی د ( نه) کلمه نه وای لیکلې نو ښه به ؤ. معمول خو دا دی چی که د یو مضمون او مطلب ویونکی یا لیکونکی ووائی یا ولیکی چی موږ مثلاً ولی سالم خواړه نه خورو نو ددې جملې مفهوم به دا وی چی هم خپله ویونکی او لیکونکی او هم ډېر مخاطبین یا لوستونکی د سالمو خوړو له لاس رسی څخه محروم دی خو هغه څوک چی سالمو خوړو ته لاس رسی لری نو… نور لوستل »
کلیمه طیبه د اسلام او کفر ترمنځ سرحد دی، که یو څوک لمونځونه کوی مګر کلیمه طیبه نه وایی او عقیده هم پری نه لری کس مسلمان نه دی برخلاف که یو څوک کلیمه طیبه وایی او عقیده هم لری یعنی تصدیق قلبی هم ولری مګر هغه کس د څه دلایلو له امله لمونخونه نه کوی مګر د لمانځه او نورو ارکانو له فرضیت انکار نه کوی هغه مسلمان دی . دا معنی چه لمونځ د اسلام او کفر ترمنځ معیار نه دی ، هو د مسلمان د پیژندنی د پاره لمونځ یو سمبولیک حیثیت لری نور عبادت مخفی او… نور لوستل »
په دې اړه د عربي ژبې يوه ترانه ډېره په زړه پورې ده چې د سرټکي يې دا دي:
قلي،،، قلي !
قلي ،،، قلي !!
قلي لماذا لا تصلي؟؟
الهي په دې لوی عبادت موږ مسلمانان قايم او دايم ولره،، امين
ته به یی نکوې قاری صیب: الحمدالله ټول لمونځونه کوو نور مونږ ته څه را پاتی دی غیر له لمانځه نه.
د لیکنی ټایټل (عنوان) د بدل کړه نوره لیکنه دی بده نده. الله دی توفیق در کړی چی لمونڅ وکړې.