نړۍ

حوثي ملېشې: زرګونه سعودي عسکر مو نيولي او سلګونه مو وژلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): په يمن کې د سعودي پر ضد جنګېدونکې وسله‌ واله ډله حوثي ملېشې وايي، د سعودي په جنوب کې يې د ځانګړو عملياتو پر مهال سلګونه سعودي عسکر وژلي او درې لېوا عسکر يې ژوندي نيولي، چې شمېر زرګونو ته رسېږي.

حوثيان وايي، د دغو ۷۲ ساعته عملياتو پر مهال يې د سعودي عسکرو پرېمانه سپکې او درنې وسلې هم نيولي دي.

د حوثيانو وياند يحيی سريع رسنيو ته ويلي، د سعودي په جنوب نجران سيمه کې يې له ۷۲ ساعته عملياتو وروسته سعودي عسکرو ته پرېمانه مالي او ځاني زيان اړولی او زرګونه عسکر يې ژوندي نيولي دي.

يحيی سريع ادعا کړې، چې دغه نيول شوي عسکر به نن يکشنبه د حوثيانو پر «المسيرة» تلويزون هم وښودل شي.

د حوثيانو د سياسي شورا غړي محمد علي حوثي د سعودي چارواکو هغه څرګندونې رد کړي، چې له حوثيانو سره يې جزئي اوربند پيل کړی دی.

د حوثيانو ياد مشر زياته کړې، چې اوربند د روانې جګړې د مخنيوي اساسي اړتيا ده او سعودي بايد پر يمن خپله جګړه ودروي او د يمن محاصره هم پای ته ورسوي.

سعودي چارواکو تر اوسه د حوثي ملېشو د يادې ادعا په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د دوو ګانډو هغه هم مسلمانو ګاونډو تر منځ وژنه یوازی او یوازی د اسلام ړ پلیدو دښمنانو د خوښۍ او سوء استفادې لامل ګرځی هیله ده چی د سعودی خبیث حکومت د سړی زوی سی او په اسلامی نړي کی د وینو د بهېدو بهیر ودروی.

احسان الله قاضي زاده

سعودي ته احترام یوازې په دې خاطر او عقیده ضروري دی، چې زموږ د خوږ پیغمبر ټاټوبی دی ، که نه ورنه خبیث ملک نشته ، هیڅ وخت یې دافغانستان په اور اوبه نه دې اچولې او تل یې هسې په نوم هڅې کړي دي، تیره ورځ یې خارجیانوته په آزاده توګه د راتګ اعلان وکړ او ترڅنګ یې داهم ورزیاته کړه ، چې که حجاب نه وي هم مشکل نشته …

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x