افغانستان

محب د ملګرو ملتونو په ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته ولاړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنیت سلاکار «حمدالله محب» د ملګرو ملتونو په څلور اویایمه عمومي ناسته کې د ګډون په موخه نیویارک ته ولاړ.

له امنیت شورا څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محب به په دې وینا کې د افغانستان په اوسنۍ اوضاع، ولسمشریزو ټاکنو، سولې او ګڼو نورو موضوعاتو رڼا واچوي. ددې ترڅنګ په پام کې ده، چې ملي امنیت سلاکار د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریز سره هم لیدنه وکړي. په دې کتنه کې به له افغانستان سره د ملګرو ملتونو پر همکاریو تمرکز وشي او دا، چې زموږ هیواد له دې همکاریو سره پر یوه ښه لوري روان دی او باید دوام ومومي.

خبرپاڼه وړاندې زیاتوي «ښاغلی محب به ددې ترڅنګ د سولې په اړه د افغان دولت او ولس دریځ هم روښانه کړي او له نړیوالو به وغواړي، چې په دې لړ کې د افغانانو پر مالکیت او د هغوی پر مشرۍ پروسې ملاتړ او حمایت وکړي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

محب جانه! پام کوه چی بیا بی ځایه او بی وخته انګولا ونکی. او خپل باداراود ماندینی انډیوالان خپه نکی.

گل محمد نوری

حمد الله محب باید د وزیرستان او ښکته پښتنو غږ ملګری ملتونه کی او د پآکستان د راکټونو نه چی په تیر دوه میاشتو کی یی زیات مالی او ځانی تلفات واړول او تیر حمله کی یی یو مدرسه باندی لګیدلی وو دری د مدرسی طالب العلم یی شهیدان کړل. همدارنګه د ډیورڼد په اړه واضح دریځ خپل کړی او د پنجاب اصلی څیره نړیوالو ته وښایی چی پوه شی پنجاب یعنی څه او څوک؟ (پښتنو قاتل) هغه لر دی او که بر (ښکته پښتانه خپله وژنی او بر پښتانه یعنی افغانان بیا په طالبانو په مرموز ډول ترور او… نور لوستل »

مجاهد

لیونیان هم ځانګړتیاوی لری ځانګړی کړنی تر سره او ځانګړی اصطلاحات کاروی خلک یی په نوم نه یا دوی په هغو کړنو یی یادوی .

ځینی کمیشن کاران هم ځانګړی اصطلاحات کاروی ، څوک چه هره بله خبره کوی ځينی کمیشن کاران پنجاب یادوی او داسی نور

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x