افغانستان

نيويارک ټايمز: د طالبانو ګواښونو په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه کړی و

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): نيويارک ټايمز ورځپاڼې د تېرې ورځې ولسمشريزو ټاکنو په اړه په يوه مطلب کې ويلي، د طالبانو ګواښونو په ټاکنو کې د خلکو ګډون کمرنګه کړی و.

نيويارک ټايمز د طالبانو د هغو تکراري اعلاميو يادونه کړې، چې خلک يې په ټاکنو کې له ګډونه منعه کړي وو او خبرداری يې ورکړی و، چې ټاکنيز مرکزونه او کارکوونکي يې د دوی د بریدونو هدف دي او هېڅوک بايد د رايې اچونې په پروسه کې ګډون ونه کړي.

طالبانو په خپلو خبرداريو کې ولسمشريزې ټاکنې جعلي او د روانو ناوخوالو د غځېدو لامل بللې وې او له خلکو په ټينګه غوښتي وو، چې په ټاکنو کې له ګډونه ډډه وکړي.

د ټاکنو په ورځ طالبانو د پلازمېنې کابل په شمول په ګڼو سيمو کې ۵۳۱ واړه او ستر بریدونه کړي وو، چې له څلور سوو زياتو عسکرو، پوليسو، اربکيانو او د ټاکنو کميسيون کارکوونکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

د کورنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو په بریدونو کې د دوو عسکرو په شمول ۳۷ ملکيان ټپيان شوي، خو نيويارک ټايمز ليکلي، «زموږ د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۳۰ عسکر او لس رايې اچوونکي خلک د ټاکنو پر ورځ وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپيان شوي دي.»

طالبان وايي، تېره ورځ يې په تخار ولایت کې خواجه غار، چاه اب، بهارک او د جوزجان درزاب ولسوالۍ نيولي، همدارنګه يې په بغلان ولايت کې د عسکرو يوه ستره قرارګاه هم نيولې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

مګر د ولس مرګ ژوبلی په اړه نه لیکی چی څومره عام ولس له اول تر ننه پوری بی محکمی وژلی، دا ځکه دا ولس تاسی پیدا کړی او بل خالق نلری که یی درلودای نو تاسی به هم له همغه خالق لږ ویره کړی وو ځکه تاسی پوهیږی که پوښتنه کیږی اول به له حکمتیار، سیاف، مزاری، دوستم، مسعود، ربانی او نورو هغو لنډغرو کیږی چی د پنجاب څخه یی معاش خوړ او دلته افغانستان کی یی د کفر په ټاپه ولس واژه. نو کش ورکړی ولس وژنی ته ځکه دنیا کی له تاسی څوک پوښتنه نه کوی. آخرت… نور لوستل »

مجاهد

لمړی : د الله ج د شتون په اړه د [[[ که ]]] کلیمه کارول ناسمه کار دی، که احتمالی کلیمه ده ( کیدی شی او یا کیدی نه شی ) د مخلوق په اړه د (( که )) احمتالی لغت کارول هم ناسمه خبره ده د خالق په اړه خو بلکل ناروا خبره ده. دوهم: د پنجاب له خوا معاشونه ګناه ده به داسی حال کی چه کوم چه کوم ثبوت هم شتون نه لری ( د کمیشن کارانو تبلیغات دی ) مګر د امریکا له خوا چه له ماموره تر ریس جمهوره او له عسکره تر جنراله امریکا… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x