روغتیا

د زړه ناروغۍ نړیواله ورځ؛ د مخنیوي څلور اړینې لارې چارې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۷ تله، ۱۳۹۸ل): نړۍ کې د ستمبر میاشتې ۲۹مه نېټه هر کال د زړه ناروغۍ نړیوالې ورځې په مناسبت لمانځل کیږي، تر څو د یادې ناورغۍ مخنیوی په سمه توګه ترسره شي او د عامو خلکو ذهن جدي پاملرنو ته واړول شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نوي راپور سره سم ویل شوي چې هر کال نړۍ کې شاوخوا ۱۸ ملیونه کسان د زړه او رګونو ناروغیو له کبله خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې له منځه یې له ۱۰۰زرو زیات هر کال په افغانستان کې مري.

له دې مړینو څخه شاوخوا ۶ میلیونه یې د عصبې سکتې یا ګوزڼ له کبله بلل شوي، او څه د پاسه ۷ میلیونه نورې مړینې یوازې د زړه د رګونو د بندېدا او ورسره خړپړتیاوو له کبله پېښېږي.

د زړه او رګونو د ناروغیو په اړه ترهوونکی حقیقت دا دی چې له دې ناروغیو نه د زیان لویه برخه بېوزلو هېوادونو ته رسېږي. د روغتیا د نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د پاس یادو شویو مړینو ۸۰ سلنه په همدې هېوادونو کې پېښېږي.

په ټوله کې د زړه او رګونو ناروغۍ تر پېښېدو وروسته، که ناروغ ونه وژني نو انساني روغتیا تر دې اندازې نیمګړې کوي چې د وګړي ژوند په هر اړخیزه توګه محدودېږي.

پر همدې بنسټ دا پرځای بلل کیږي چې د زړه او رګونو ناروغیو نه تر پېښېدو وړاندې ددې مخنیوی وشي، او د ټولو هغو ګواښونو مخه ونیول شي چې کولی شي وګړی د زړه د حملې په څېر په یوه وژونکي رنځ اخته کړي.

څلور هغه مهمې لارې چارې چې د زړه ناروغۍ مخنیوی کوي:

ټيټ کولیسترول

کولیسترول یو ډول غوړ کیمیاوي توکي دي چې د انساني بدن او غړو د دندو ترسره کېدو لپاره ډیر اړین دي، خو که دغه کولیسترول په وینه کې تر ټاکلې کچې لوړ شي نو د انساني روغتیا لپاره زیانمنې پایلې درلودلای شي.

د وینې د کولیسترولو د کچې لوړیدل د زړه د رګونو په تنګېدو، یا آن په بندیدو تمامیږي او دا په خپل وار د زړه د حملې په څیر خونړۍ پایلې درلودلای شي.

که د کولیسترولو کچه یو څه لوړه وي نو روغتیايي خواړه او په ورځنیو کړو وړو کې غوره بدلونونه د زړه د روغتیا ساتنې ته بس دي، په روغتیایي خوړو کې د غوړو کمه کارونه یا سره کړي خوراکونه نه کول، د سبزي، ترکاري، او مېوې اخیستل، او د کبانو په ګډون د نورو روغتیایي خوړو دېره کارونه ډېر وخت ستونزه کابو کولی شي.

ورزش یا فزیکي کړاو

ورزش د هر روغ او ناروغ او هر عمر وګړو لپاره خورا زیات ارزښت لري، په داسې وخت کې ژوند کول چې د کیمیاوي توکو پراخ استعمال، زیاته ناسته، ناسم خواړه او داسې نور عادتونه په عام ډول ترسره کیږي د ورزش نه پرته د انسانانو روغتیا د بېلابېلو ګواښونو سره مخ کړې ده، د زړه روغتیا ته دا ګواښ تر نورو ډېر څرګند او روښانه دی.

د انسان لپاره په کار دي چې په اوونۍ کې ۵ ورځې لږ تر لږه د ۳۰ دقیقو لپاره ورزش وکړي، دا ورزش کیدای شي د بایسیکل ځغلولو، منډه وهلو یا ځغاستې او توند خوځښت په بڼه وي، خو که څوک د روغتیایي ستونزو له کبله نشي کولای نو په کار دي د خپلې وسې په کچه ورزش ترسره کړي.

ځینو څیړنو ثابته کړې چې چټک مزل کول یا لږ تر لږه تر ۱۵ دقیقو ورزش کول هم انسان کې د ګڼ شمېر ناروغیو مخنیوی کولی شي، په دې سره رګونو کې د وینې جریان چټکیږي چې د نورو ناروغیو سربېره د زړه روغتیا لپاره اړین دی.

د وینې لوړ فشار مخنیوی

د روغتیا نړیوال سازمان د شمېرو له مخې د وینې لوړ فشار په نړۍ کې هر کال تر ۱۰ ملیونه زیات وګړي وژني، د زړه ناروغیو نه د راپېښو شویو مړینو ۵۰سلنه یې د وینې لوړ فشار له کبله پېښیږي، دا ګواښ د زیات عمر لرونکو وګړو لپاره تر نورو لوړ او د پاملرنې وړ دی چې باید په پوره غور او دقت سره تشخیص شي.

سګریټ او نشيي توکو نه ډډه

سګریټ څکول زړه او رګونه دواړه ناروغه کوي، څکاک ښایي انسانان د زړه ناروغیو کندې ته تر هر بل انساني عادت نه ډير او په چټکۍ سره ورټېل وهي، د ځینو څیړنو له مخې که څوک سګریټ پریږدي نو په ۳ کلونو کې یې زړه او رګونه له سګریټ نه ورپېښ ګواښ د هغو وګړو د ګواښ کچې ته رالویږي چې هیڅکله یې هم سګریټ نه دي څکلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x