د کیو نټ شرکت په هکله د نړۍ د معتبرو دار الإفتاء فتوی

څېړنه او لیکنه: ملا بشیراحمد الحنفي

د شرکت لنډه پېژندنه:

Qnet/ Questnet
دا شرکت چي په پورته نوم سره مشهوره دی، د نړۍ په 196 هیوادونو کي فعالیت لري اصلي مرکز یې هانګ ګانګ کي دی مرکزي څانګه یې په مالیزیا کي ده د Qi ګروپ ملکیت دی.
اصلي مؤسس یې فیجي اسواران دی.

دا په نړۍ کي ساعاتان، جواهر، کورني توکي، د اړیکو سامان او نور مختلف توکي خرڅوي.

دکاروبار تګلاره یې:
د دوی کاروبار ته په عربي ژبه کي التسویق الهرمي او یا التسویق الشبکي وایي.

دوی مستقیم خرڅلاو او یا د بازار موندني په شکل خپل توکي پیري.
د دې خرڅلاو یو ډول مسلسله لړۍ ده چي د لوړ ښاخ څخه پیلیږي د یوې درختي په شکل بیا نورو ښاخونو ته انتقالیږي.
یعني په سر کې یو کس ناست وي هغه بیا ځانته نور کسان لټوي څومره چي کسان زیاتیږي هغومره لمړي کس ته ګټه زیاته ورکوي بیا دوهم بیا دریم کس ته په اندازه ګټه رسیږي.
که یې کسان پیدا نکړه هیڅ ګټه نه ورکوي.

خو لمړی د شرکت شرط دادی چي هرڅوک کار ورسره پیلوي، باید دهغه شرکت څخه خامخا یو شی وپیري.
دا شرکت پر خپل ګډنوال لاندي شرطونه هم اچوي.
1: پر هر ګډونوال لازمه ده چي یوه اندازه پیسې جمع کړي او ده ته پدې شرط بیا پیسې ورکول کیږي چي دی بیا نور کسان د دغه شرکت کار ته قانع کړي او راولي، که یې رانه ویستل ده ته هیڅ ډول پیسې نه ورکول کیږي.
2: هر ګډونوال باید لمړی د دغه شرکت څخه توکي وپیري د شرکت د مشهوره کولو لپاره. ( هغه توکي چي شرکت یې خرڅوي قیمت یې څو چنده وي مثلا یوساعت دی قیمت یې 100$ ډالر دی خو دا شرکت یې تاته په 500$ ډالر يازيات تر دغه قیمت درکوي.

د اسلامي شریعت او فقهي له نظره دا ډول کار کول څه حیثیت لري؟

دا پورته کار او شرایطو ته په کتو دغه ډول راکړه ورکړه اسلامي شریعت حرامه ګرځول سوې، ځکه پدې ډول راکړه ورکړه کي لاندي شرعي ستونزي سته

1: دا ښکاره ( غرر ) چلول دی او دا چلول حرام دی لکه څرنګه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: د مسلم شریف حدیث دی ” نهی رسول الله صلی الله علیه وسلم عن بیع الحصاة والغرر.
به بیع کي چلول ( غرر) فقهاء داسي تعریف کوي:
” حمل الشخص علی عقد بطريقة باطلة تجعله ان انشاء العقد في مصلحته والواقع غیر ذلك ”
( كتاب الغرر واثره في الفقه الاسلامي پاڼه نمبر 35 )
غرر یا چلول دادی چي یوڅوک کاروبار ته داسي رامات کړې چی دی فکر کوي چي داکار دده په ګټه دی، حال داچي په هغه کي دده نقصان وي.
نو دا پورته کاروبار ځکه چلول ( غرر) دی چي لمړی هغه مشتري نه پوهیږي چی ایا دی کولی سي چي نور مشتریان پیداکړي که نه! او یاهم کولی سي چي هغومره عدد مشتریان پیدا کړي کوم چي شرکت ورته ټاکلي کنه!؟ او همدارنګه د هغه اول مشتري پر لاس چي نور مشتریان راځي، هغه هم نه پوهیږي چي ایا دوی کولی سي نور مشتریان پیداکړي که یا!
او همدارنګه مشتري نه پوهیږي چي دی به څومره ګټه وټه لاسته راوړي.

نو پدې ډول راکړه ورکړه کي څلور ډوله چلول( غرر ) دی چي ټول حرام دي هغه لکه:

1: په موجودیت کي د هغه توكي چي: دا هغه وخت تاته لاس ته راځي چي لمړی به ته د هغه شرکت څخه ضرور په شرط د شرکت یو شی اخلې.

2: چلول ( غرر) په حصول کي د هغه توکي یاپیسو: چي دا هغه وخت تاته لاس ته راځي چي ته به خامخا نور مشتریان پیدا کوې، که دي پیدا نکړه تاته هغه پیسې لاسته نه راځي.

3: چلول ( غرر) په مقدار یا انداره کي چي: دا هغه څه دي چي ته پرې خبر نه یې چي ایا ته کولی سې چي په هغه مطلوبه اندازه مشتریان پیدا کړې که یا! ترڅو په هغه اندازه ته پیسې هم لاسته راوړې.

4: چلول ( غرر) په زمان یا په وخت کي دی چي: دا معلومه نده چي په څومره موده کي د شرکت دغه شرطونه پوره کولی سې، که دي پوره کړه ګټمن یې او که دي پوره نکړه په نقصان کي یې.

2: د دې شرکت په راکړه ورکړه کي اصل مقصود د خرڅلاوی توکي ندي، بلکي د مشتریانو زیاتوالی مقصود دی. او په عقد معاوضة لکه څرنګه چي پیسې مقصود دي، همدارنګه هغه مبیع یا دخرڅ توکي هم برابر مقصود دي.
نو داچي پدې راکړه ورکړه کي فقط مشتریان مقصود دي نو داهم یو ډول دوکه او فریب دی همدارنګه د بیع د مقتضا او اصل مخالفت دی، ځکه دبیع په اصولو کي هر هغه شرط چي دواړه متعاقدان د چلول او یا د ربا ( سود) لوري ته کشوي هغه د رکن بیع مخالفت دی، چي داهم په غرر او چلول کي حساب کیږي او داکار حرام دی لکه په پورته حدیث شریف کي چي اشاره ورته وسوه.
( الفقه علی المذاهب الاربعة پاڼه د 533 بيا تر 544 پوري)

3: دا کارو بار یو ډول احتکار هم دی، ځکه دا شرکت داسي توکي خرڅوي چي هغه ډیر زیات کم دي لکه جواهر، او بل دا چي دغه شرکت فقط په هغو توکو کي مشتریانو ته پیسې ورکوي چي د دوی سره سته فقط.
او هغه توکي شاذ او نادر په بازار کي وي.
دا شرکت د دغه ډول توکي په درلودو خلکو ته فریب ورکوي، ترڅو د خلکو څخه پیسې لاسته راوړي.
او احتکار هم په احادیثو کي حرام دی او هم په څلور سره مذاهبو کي حرام دی..

4: دا يو ډول سود دی.
هم ربا( سود) الفضل ده او هم ( سود) ربا النسیئة
۱: سود فضل ځکه دی چي دی لږ پیسې ورکوي او زیاتي پیسې تر لاسه کوي. یعني نغده په نغده سودا ده.

۲: سود نسیئة ځکه ده چي، لاندي طبقه مشتریان ولوړي طبقې کسانو ته دقرض په شکل پیسې ورکوي تأجیلا پدې امید چي تر هغه زیاتي پیسې ورته ورکړي.
#یادونه:
په لوړو داواړو صورتو کي د خرڅلاوی توکي مقصود نوي مشتري ته بلکي پیسې ورته مقصود وي.
نو چي پیسې مقصود سوې او په پیسو کي زیاتوالی او کموالی هم راځي داخو ښکاره سود دی.
او دا شرکت هغه د خرڅلاوی توکي فقط یوه ذریعه او پرده کرځولې، تر څو ګټه او مزدوران لاسته راوړي.

حکم د ربا ( سود) صراحتا په قران کریم او حدیث کي حرام ګرځول سوی الله تعالی وایي:
1: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَأْكُلُوا الرِّبَا أَضْعَافًا مُضَاعَفَةً وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ [130]} [آل عمران:130].
2- وقال الله تعالى: {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَذَرُوا مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِنْ كُنْتُمْ مُؤْمِنِينَ [278] فَإِنْ لَمْ تَفْعَلُوا فَأْذَنُوا بِحَرْبٍ مِنَ اللَّهِ وَرَسُولِهِ وَإِنْ تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُءُوسُ أَمْوَالِكُمْ لَا تَظْلِمُونَ وَلَا تُظْلَمُونَ [279]} [البقرة:278- 279].
3: وَأَحَلَّ اللَّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا} [البقرة:275

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:

4- وَعَنْ أسَامَة رَضِيَ اللهُ عَنْهُ أنَّ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: «لا رِباً إِلا فِي النَّسِيئَةِ». متفق عليه.

5: دا يو ډول اخذ اموال الناس بالباطل دی
یعني د خلکو مال په باطله طریقه سره اخلي.

ځکه ددې ډول راکړي ورکړي څخه فقط شرکت ګټه پورته کوي.
هغه چي شرکت ځیني مشتریانو ته پیسې او ګټه ورکوي، هغه د دې لپاره چي هغه مشتري نور مشتریان په دوکه او فریب کړي.
او داکار په نص شرعي سره حرام دی.
الله تعالی وایي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالبَاطِلِ إِلَّا أَنْ تَكُونَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِنْكُمْ وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا * وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ عُدْوَانًا وَظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِيهِ نَارًا وَكَانَ ذَلِكَ عَلَى اللهِ يَسِيرًا {سورة النساء: 29-30}.
رسول صلى الله عليه وسلم: فرمایي من غش فليس مني. رواه مسلم. همدارنګه صلى الله عليه وسلم: فرمایي أتدرون من المفلس؟ قالوا :المفلس فينا من لا درهم له ولا متاع، قال: إن المفلس من أمتي من يأتي يوم القيامة بصلاة وصيام وزكاة، ويأتي وقد شتم هذا، وضرب هذا، وأكل مال هذا، وسفك دم هذا، فيأخذ هذا من حسناته، وهذا من حسناته فإن فنيت حسناته قبل أن يوفي الذي عليه، أخذ من سيئات صاحبه ثم طرحت عليه، ثم طرح في النار. رواه مسلم.

ددغه شرکت په هکله د نړۍ لاندي مشهوري دار الافتاء هم د دې شرکت کارو بار او وسره راکړه ورکړه حرام ګڼي.
1: مجمع الفقه الاسلامي جده قرار نمبر 22935
2: فتوی دار الافتاء المصرية فتوی نمبر 483
3: اسلام ويب وزارة الاوقاف قطر
4: دار الافتاء الفلسطینیة
5: دار الافتاء والتدرس سوریا
6: اللجنة الدائمة والافتاء السعودیة فتوی نمبر 22935
7: دار الافتاء کویت
8: اسلام اون لين.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د