افغانستان

تخار کې هوايي برید ۳۰ اربکيان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د تخار ولايت چارواکي وايي، په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد پاڅوونکو اربکيانو باندې بمبار شوی او دوی يې په اړه پلټنې کوي.

چارواکو د وژل شوو کسانو د کره شمېر په اړه له څه ويلو ډډه کړې، خو د تخار ولايت يوې امنيتي سرچينې رسنيو ته منلې، چې په دغه هوايي برید کې دېرش اربکيان وژل شوي دي.

د تخار ولايت وياند جواد هجري رسنيو ته ويلي، تېره شپه پاو کم څلور بجې د تخار په بهارک ولسوالۍ کې په تېروتنه پر دولت پلوو پاڅونوالو بمبار شوی او د پېښې پلټنې لپاره سيمې ته پلاوی لېږل شوی دی.

د ولايت وياند وايي، د برید هدف طالبان وو، خو په تېروتنه په کې ځايي پاڅونوال په نښه شوي دي.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې برید دولتي الوتکو کړی، که بهرنيانو.

دا بريد په داسې حال کې شوی، چې بهارک ولسوالۍ د طالبانو له لوري سقوط شوې، هلته اوس هم د طالبانو او عسکرو ترمنځ جګړه روانه ده او د تخار ولايت مرکز تالقان ښار هم د طالبانو له لوري محاصره دی.

طالبانو د تالقان ښار پر شاوخوا پراخ بریدونه پيل کړي او چارواکي وايي، که بېړنۍ مرستې ونه رسيږي، ښايي تالقان ښار د طالبانو پر لاسو سقوط شي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Tooba

د کابل اداره او بهرنی ځواکونه په دی نه پوهیږی چی دا برید چا کړی دی خو دی خلکو ته زما یوه مشوره داده چی ودوایی چی دا برید طالبانو کړی دی د طالبانو الوتکی راغلی دا خلک یی بمبار کړل بیرته لاړی ابی مړه تبه شکیدلی ټول به یی له مسؤلیته خلاص شی کنه نو امریکایان به درسره ګوری

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x