نړۍ

بن سلمان: د سعودي او ایران جګړه به د نړۍ اقتصاد ويجاړ کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د سعودي وليعهد محمد بن سلمان وايي، که د سعودي او ایران جګړه ونښته دا به د نړۍ اقتصاد ته ويجاړونکې ضربه ورکړي.

د فرانسې «اې ايف پي» خبري اژانس سره د مرکې پر مهال بن سلمان اندېښنه ښکاره کړې، که نړۍ د ایران د پراختيا او ناوړه ګامونو مخنیوی ونه کړي، دا ستونزې به نورې هم زياتې شي او ورسره نړیوالې اقتصادي او سياسي ګټې له ګواښ سره مخ شي.

د سعودي وليعهد وايي، که د ایران او سعودي جګړه ونښلي د تېلو بيې به په نړيواله کچه دومره لوړې شي، چې ساری به يې هم نه وي ليدل شوی او دې سره به نړيوال اقتصاد هم ويجاړ شي.

د بن سلمان په وينا دا سيمه د نړۍ دېرش سلنه انرژي، پوره کوي، د نړۍ د شل سلنه سوداګريزو لارو او د ټولې نړۍ په کچه څلور سلنه توليدات نړۍ ته وړاندې کوي او د جګړې د پېښېدو په صورت کې به دا هر څه په ټپه ودريږي.

وليعهد زياته کړې، چې دا جګړه به د دوو هېوادونو ترمنځ نه وي، بلکې د نړۍ اقتصاد به ويجاړ کړي.

بن سلمان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د روان سپتمبر مياشت په څوارلسمه د سعودي په جنوب کې د تېلو پر دوو چاڼځايونو بریدونه شوي وو، چې د دواړو چاڼځايونو د تېلو صادرات يې زيانمن کړي وو.

د دغو بریدونو پړه د يمن حوثي ملېشو اخيستې وه، خو امریکا وايي، دا برید د ایران له خاورې د ایران په توغنديو شوی دی.

محمد بن سلمان دا برید حماقت بللی، چې له امله يې د نړۍ پنځه سلنه تېلو صادارت بند شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

کچیری سعودی چارواکو له اوله د نړی خونخورو (امریکا، برتانیه، اسرایل، روسیه، جرمنی ) په اصلی څیره پوه شوی وای او داسی فکر کړی وو چی سعودی د محمد مصطفی (ص) ټاټوبی ده او د نوری اسلامی هیوادونو سره یی د خپلی اسلامی اصولو په اساس اقتصادی همکاری کړی وی نو د هر ظلم په وړاندی اتحاد غږ پورته کړی وو نن په موږ افغانانو او د نړی نورو اسلامی هیوادونو د دوی په شمول داسی ورځ نه راتلله. ځکه همدا سعودی د روسیی، امریکا، برتانیه او اسرایلو سره اقتصادی اړیکی لری نو ددی پر ځای چی پاکستان ته ګوت… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x