د غزني د امنیه قومندانۍ مرستیال وژل شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸تله، ۱۳۹۸): د غزني چارواکي وايي د دې ولایت د امنیه قومندانۍ مرستیال میرزا حسین په میدان وردګو کې طالب سرتېرو مخامخ وژلی دی.

د غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي، نوموړی نن سهار شاوخوا نهه بجې د میدان وردګو ولایت سیدا اباد ولسوالۍ اړوند سالارو سیمو کې د طالبانو پر کمین برابر شوی دی.

تر اوسه طالبانو رسماً د نوموړي د وژل کېدو په تړاو څه نه دي ويلي، خو د سالارو سیمې یو تن اوسېدونکي نن ټکی اسیا ته ویلي چې طالب سرتېرو له سهار وختي راهیسې د موټرو پلټنې پیل کړې وې او داسې اټکل کېده چې د کوم چارواکي د راتګ په تمه دي.

دا په داسې حال کې دی چې وړمه ورځ د غزني چارواکو د ملکي تلفاتو تر څنګ د طالبانو د ولايتي کمیسیون د مشر مولوي عبدالحنان د وژل کېدو خبر هم ورکړ.

غزني یو له هغو ولایتونو ګڼل کېږي چې د ښار په منځ کې يې طالب بریدګر په ډاډه زړه چریکي عملیات ترسره کوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د