افغانستان

فیفا: زموږ وړاندیزونو نه اورېدو؛ ټاکنې خړرنګې کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۸تله، ۱۳۹۸ل): د ټاکنو د څار بنسټ فیفا وايي، د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کېدو وړاندې يې د ټاکنو کمیسیون ته خپل وړاندیزونه ورکړي و، خو هغوی پرې غوږ نه دی ګرولی.

د دې بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید وايي، که د دوی وړاندیزونو ته غوږ نیول شوی وای «نن به دا حال نه وای.»

ولسشمریزې ټاکنې چې تېره شنبه ترسره شوې، پر تېرو دوولسیزو کې يې د کم رنګۍ مثال نه و لیدل شوی.

یوسف رشید وايي، دوی تر ټاکنو وړاندې د نا امنۍ، د ښځینه رایه ورکوونکو د عکسونو د اخیستو، د ښځینه کارکوونکو د استخدام او بایومټریک سیستم په تړاو خپلې اندېښنې او وړاندیزونو د ټاکنو کمیسیون ته وړاندې کړي و، خو هیچا پرې ځان هم نه دی پوی کړی.

که څه هم وړاندې تر دې ویل کېدل چې له شاوخوا ۹،۹ میلیونه ثبت شویو کسانو نه یوازې ۱،۲ میلیونه کسانو رایې کارولې دي، خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون نن وویل چې تر اوسه پورې ورته څرګنده شوې، چې ۲،۲ میلیونه کسانو رايې کارولې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازاد څار بنسټ مشر مبین الله ایماق وايي، دوی پر دې باوري دي چې تر پارلماني ټاکنو هم د رایه ورکوونکو شمېر کم و او په وینا يې اټکل کوي چې ټول رایه ورکوونکي تر درې میلیونه نه اوړي.

دا چې ولې په ټاکنو کې د رایه ورکوونکو شمېر د دولت تر توقع څو ځلې کم و، له کابله خپرېدونکې ورځپاڼه ویسا لیکي، خلکو ټاکنې تحریم کړې وې.

د سرچینې په وینا، نا امني، درغلۍ، پر ټاکنیزه پروسه بې باوري او د سولې پر وړاندې د ټاکنو را مخکې کېدل هغه څه و، چې ولس له ټاکنو سره پرېکون عملي کړ.

طالبانو چې تر ټاکنو وړاندې يې د دې پروسې د شنډولو ګواښ کړی و، له ټاکنو وروسته ویلي ولس د دوی پرېکړې ته لبیک ویلی او په بریا يې د دې پروسۍ د کامیابۍ جرړې ایستلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

په اشغال شوی هیواد کی ټاکنی د هغه هیواد د مظوم اولس سپکاوی دی. که نه اشغال ومنو، ټولی بار دننه رسنۍ څوک ۸۰، څوک ۷۰ ، څوک شپیته او څوک ۵۰ سلنه خاوره او خلک یادوی چه د اسلامی امارت د کنترول لاندی دی . که د غنی د خوشالی د پاره هماغه ټیټه شماره یعنی پنځوس سلنه ومنو دا معنی چه نیم هیواد د غلامی اداری سره نشته. نو واجد شرایط انتخابات خلک دری دیرش سلنه یا لس میلونو په ځای پنځه میلونو ته رسیږی لس میلونه ښکاره شکرور دروغ دی. د دوی څو تلویزونو د یو میلون… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x