افغانستان

مسکو : طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا پیل پرېکړه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): مسکو وايي، د طالبانو او مریکا تر منځ مذاکرات اړین دي او داسې تمه شته، چې دواړه لوري به یو ځل بیا د مذاکرې مېز ته راټول شي.

دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي « ضمیر کابلوف» وکړې، نوموړي وویل « که څه هم تر دې دمه د طالبانو او امریکا د مذاکراتو د بیا ځلې پیل کره نېټه او ورځ ټاکل شوې نه ده؛ خو داسې ښکاري چې دې ډلې او امریکا پرېکړه کړې، چې بیا ځلې به مذاکرات پیلوي».

کابلوف زیاته کړه « له طالبانو سره هيڅ تړاو نه لري؛ خو له هغوی سره په مستقیم ډول په اړیکه کې دی او مسکو تر دې دمه له هغوی سره اړیکې پالي».

د طالبانو او امریکا مذاکرات چې کابو نهه میاشتې یې دوام وکړ، څه موده وړاندې د امریکا د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» له لوري لغوه اعلان شول.

ټرمپ په لومړیو کې په کابل کې د طالبانو په برید کې د یوه امریکایي وژل کېدل د مذاکراتو د لغوه کولو لامل وباله؛ خو وروسته یې یاده کړه، چې اوربند ته د طالبانو د نه حاضرېدو  له امله یې مذاکرات لغوه کړي.

د امریکا له لوري د مذاکراتو تر لغوه کېدلو وروسته طالبانو د مذاکراتو لغوه کول د امریکا په زیان وبلل او تر څنګ یې  د سیاسي په موخه د مذاکراتو دروازې د امریکا په مخ خلاصې وبللې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

په پچه وختی کشمیر مو ولید. اوس نو هر خواته منډی وهی چی بد مو کړی. ما فکر کاوو چی تاسی به انتخابات هم ګډوډ کړی خو دا کار مو هم ونشوکړای. نور فکر کوم چی ټغر مو په ټولیدو دي.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x