افغانستان

عبدالله عبدالله په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه / ويډيو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت اجرائیه رییس او په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د «ثبات او همپالنې» ټاکنیز ټیم مشر «عبدالله عبدالله» وايي، ټیم یې اوسنیو ټاکنو کې په غوڅ اکثریت بریالی شوی او د افغانستان راتلونکی حکومت به د همدې ټیم له لوري تشکیلېږي.

عبدالله عبدالله چې په کابل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، وویل « له شمېرل شویو رایو داسې ښکاري، چې ثبات او همپالنه ټیم تر نورو وړاندې دی او که چېرې د تقلب او فساد مخه ونیول شي او رایې په شفاف ډول وشمېرل شي دا شمېره ښايي نوره هم لوړه شي».

عبدالله زیاته کړه « موږ په بشپړ ډاډ سره وایو، چې ټاکنې به دوهم دور ته نه ځي،  د ثبات او همپالنې ټیم د نورو ټیمونو په پرتله مخکښ دی او د افغانستان راتلونکی حکومت به هم د همدې ټیم له لوري تشکیلېږي».

د عبدالله په قول، بشپړه هڅه به وکړي، د تقلب او فساد مخه ونیسي او په دې توګه د تقلب عادت له منځه یوسي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې دوه ورځې وړاندې د تلې د میاشتې په «۶» نېټه ترسره شوې، له ګڼو ستونزو سره مل وې.

وار له مخه د ځینو نوماندانو په ګټه د صندوقونو ډکېدل، په ټاکنیزو مرکزونو کې د بایومټریک الاتو نشتون، له بایومټریک الاتو سره د کارکوونکو نا اشنايي، په شفافیت باندې د ولس نه اعتبار او د طالبانو له لوري د ټاکنو د ګډوډولو ګواښ هغه څه وو، چې ټاکنې یې پيکه کړې وې او د ځینو نوماندانو په قول، د خلګو حضور يې دومره کمرنګه کړی وو، چې په شته رایو هيڅ نوماند ځان ته مشروعیت نشي ورکولای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

په دغه ویډیوکی خوداسی مالومیږی لکه عبدالله چی ژاړی. نو که دی بریالی وی نو ولی ژاړی؟ اوازیی لړزیږی.

هدی

بس نو ګل مرجان په مکر او فریب کولو کي اول نمره دی. که هدف ته ورسېدی خو ښه ، که نه ورسېدی بیا به په نارو او بوغارو پیل وکړي. وای غوښي د هر چا خوښي دي خو پیشي ایمان پر راوړی دی. اوس هم واک او چوکۍ د هر چا خوښه ده خو ګل مرجان بیا ایمان پر راوړی دی.

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x