افغانستان

مسکو د افغان سولې په تړاو ناسته رابولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د افغان سولې په تړاو د څلور اړخېزې ناستې د رابللو خبر ورکړی.

سپوتنیک خبري اژانس د «ضمیر کابلوف» له قوله لیکي « مسکو پلان لري، په راتلونکې اکتوبر میاشت کې د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه ناسته راوبولي، په دې ناسته کې به د چین، امریکا، پاکستان او مسکو ځانګړي استازي شتون ولري».

کابلوف زیاته کړه « موږ ددې ناستې په رابللو کار پیل کړی، له چین او امریکا سره په دې تړاو توافق ته رسېدلي یو؛ خو تر دې دمه یې کره نېټه څرګنده نه ده او دا هم شونې ده د پورته یادو هیوادونو استازي په افغانستان کې راټول شي».

د کابلوف په قول، د افغان سولې په تړاو د طالبانو او امریکا خبرې اړینې دي او داسې تمې شته چې دواړه لوري به یو ځل بیا د مذاکرې مېز ته راټول شي.

مسکو داسې مهال د امریکا په شتون کې د افغان سولې په تړاو له چین او پاکستان سره جرګه کېږي، چې د افغان سولې په تړاو د طالبانو او امریکا تر منځ روان مذاکرات د واشنګټن له لوري لغوه شوي، چې له امله یې د سیمه ییزو هیوادونو اندېښنې راپورته شوې او په امریکا یې غږ کړی څو له طالبانو سره مذاکرات بیا ځلې پيل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x