افغانستان

امریکا: نوماندان دې له ټاکنو کمېسیون وړاندې په ټاکنو کې د بریا اعلان نه کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د افغانستان په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې ځیني نوماندانو د خپلې بریا وړاندوینه وکړه؛ امریکا په ټولو کاندیدانو  غږ کړی، چې د ټاکنو کمېسیون له رسمي اعلان پرته دې ځانونه بریالي نه بولي او ددې کمېسیون ټولو اصولو ته دې پام وکړي.

د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي « موږ د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو او د حکومت له مشرانو هیله لرو، چې د ټاکنو په برخه کې دې شفاف او حساب ورکوونکي اوسي او د ټاکنو کمېسیون له رسمي اعلان وړاندې دې د خپلو ټیمونو د بریا په تړاو وړاندوینې نه کوي».

امریکا ددې تر څنګ ټاکنې بریالۍ یادې کړې او له امنیتي ننګونو سره، سره په ټاکنو کې د افغانانو ګډون یې د هغوی شجاعت او مېړانه یاده کړې.

یاده دې وي، چې  نن ورځ د ګډ حکومت اجرائیه رییس «عبدالله عبدالله» په اوسنیو ټاکنو کې خپل تیم تر نورو مخکښ یاد کړی او د افغانستان راتلونکی حکومت یې د همدې ټیم له لوري جوړېدونکی یاد کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا او ناتو ادعا لری چه د کابل اداره غلامه نه بلکه یو خپلواک حکومت دی د اشغال ټانکونه ، الوتکی او ټولی نظامی مهمات به نالیدلی او نا اوریدلی پریږدو . همدا خبره چه امریکا د ټاکنو د نوماندانو د بریا په اړه وایی چه نوماندان دی د ټاکنو د کمیسیو د مقرراتو اطاعت وکړی او د خبلو بریاوو اعلان دی د کمیسیون له خوا واوری کوم هیواد د نورو هیوادو د ټاکنو په اړه دا ډول قومانده ورکولای شی که یی شی هغه هیواد د هغه بل هیواد مستعمره دی. که نه دا د هغه خپلواک هیواد په… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x