نړۍ

نن په سهیلي پښتونخوا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا هړتال اعلان شوی

Quetta-Pakistanنن ټکی آسیا: نن دکویتي ښار په شمول په ټوله سهیلي پښتونخوا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا بندیز اعلان سوی دی، چي له کبله يې د کويټي ښار په شمول په ټوله سیمه کې لويي لاري بندي او سړکونه د موټرونو څخه خالي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چي دا بندیز يې وروسته تر هغه اعلان کړی چي د پاکستان دولت دپښتنو د سیمو سره ظلم کوي،

او هغوی ته د بریښنا پوره مقدار چي دوی ورته اړتیا لري، نه برابره وي.

ځکه نو نومړي ګوند غوښتنه کړې چي د پاکستان حکومت دي د ډیره اسماعیل خان او ږوب تر منځ د بریښنا لوی لین بیرته ددغو سیمو لپاره فعال کړي، او که داسي ژر تر ژره ونه سي، نو د سیمي د بزګرانو، کروند ګرو چي ټول ژوند يې پر کرهنه ولاړ دی، د ګڼ شمیر مشکلاتو سره مخامخ سي، او بیره ده چي بیخي پر مخ ودریږي.

ددغي سیمي بزګران د ډیر وخت څخه شکایت لري، چي دوی ته په پوره مقدار بريښنا نه ورکول کیږي، چي له کبله يې دوی توان نه لري چي خپلي مځکي او باغونه اوبه کړي، چي له همدې امله ډیر مځکي ورځ په ورځ شاړي کیږي، او د کرهنيزو مځکو مساحت کمیږي.

دا چي په سهیلي پشتونخوا کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا دا پهیه بند هړتال څومره کامیابه دی، یو افغان ژورنالیست عبد المالک اچکزي نن ټکی آسیا ته وویل چي د هړتال له کبله بلوچستان ته راتلونکي او وتونکي ټولي لويي لاري په بشپړه توګه بندي دي، چي په هغو کې د کوټه – چمن لویه لار، د کوټي- لورلايي میختر پنجاب لویه لاره، ږوب – دانه سر پيښور لویه لاره، کوټه – خضدار – کراچي لویه لاره، کوټه – سیوی- جیب اباد لویه لاره- د یادوني وړ دي.

او همداسي نومړي وویل چي د ترافیک او موټرونو د نه شتون له کبله يې مسافر نه شي کولای چي د کویټي هوايي ډګر ته ځان ورسوي، چي له کبله يې تر اوسه نه دغه ډګر ته کومه الوتکه راغلي او نه ځيني تللي ده.

او همداسي د کویټي او نورو ښارونو تر منځ د اورګاډي تګ را تګ هم دریدلی، چي له کبله يې د چمن او کویټي د اورګاډي، د افغان ټرانزیټ اورګاډی، هم نن نه سي کولای کویټي ته راسي، او یا هم ولاړي سي.

نومړي ویلي چي دا وخت د افغانستان او پاکستان پوله هم تړلي، او مسافر نه شي کولای چي د پولي څخه یو لوري او بلي ته واوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x