افغانستان

ټاکنو کمېسیون: وروستۍ پایلې د لړم د میاشتې په ۱۶ مه نېټه اعلانېږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د کابل حکومت د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د رایو په شمېرنه یې کار پيل کړی، چې په دوام یې تر دې دمه د ۲۹ ولایتونو رایې شمېرل شوې او تمه شته وروستۍپایلې د راتلونکې لړم میاشتې په ۱۶مه نېټه اعلان کړل شي.

د صبح کابل ورځپاڼې د راپور په اساس، د ټاکنو کمېسیون یو شمېر مسئولینو اعلان کړی، چې د اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې د میاشتې په ۲۷ مه او وروستۍ پایلې به د لړم د میاشتې په ۱۶ مه نېټه اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسیون یو تن کمېشنر «مولانا محمد عبدالله» وایي « د ۲۹ ولایتونو رایې شمېرل شوې او له ګڼو ولایتونو ټاکنیز توکي مرکز ته رارسېدلي، موږ له خپلو ټولو کارکوونکو په جدي ډول غوښتي، چې د سپینو او تورو رایو په توپیر کې دې زیار وباسي او رهبري دې ورسره په جریان کې کړي».

د عبدالله په قول، په تقلب باندې پټې سترګې پاتې کېدل په جرم او فساد کې د شریکېدلو  په معنی دي.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې دوې ورځې وړاندې د مېزان په ۶ نېټه ترسره شوې، د تېر په پرتله «پیکه» او د رایه ورکوونکو شمېر پکې تېر ته په کتو د نشت حساب وو.

د شنونکو په باور، د طالبانو له لوري د ټاکنو د تحریم غوښتنې، په ټاکنیزو محلونو کې دننه ستونزې او د ټاکنو په رونټيا باندې د ولس شک هغه څه وو، چې خلګ یې په ټاکنو کې له ګډون راګرځولي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x