نړۍ

سومال: الشباب ډلې د امریکايي پوځيانو پر اډې سرتيری برید کړی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د سومال الشباب جهادي ډلې ويلي، پلازمېنې مقديشو ته څېرمه يې د امريکايي پوځيانو پر مرکز سرتيري برید کې ګڼ شمېر امريکايانو ته مرګ ژوبله اړولې او همدارنګه د ايټالوي عسکرو پر کتار يې هم وسله وال برید کړی دی.

فرانسوي رسنيو مقديشو ته څېرمه د بيلدوغلي سيمې د اوسېدونکو له قوله ليکلي، يو په بل پسې وروسته يې د دوو چاودنو غږ واورېده، چې لومړۍ چاودنه يې تر دوهمې ډېره قوي وه، خو دوی يې په نورو تفصيلاتو نه دي خبر.

رویټرز خبري اژانس د سومال د پوځي سرچينو په حواله ليکلي، چې د امریکايي پوځيانو پر مرکز برید په شا تمبول شوی، خو الشباب ډله وايي، د امریکايي عسکرو پر قرارګاه يې لومړی موټربم برید کړی او ورپسې يې نور جنګيالي له خپلو درنو وسلو سره ياد مرکز ته ننوتي او اوس هم هلته جګړه روانه ده.

دا بريد سومالي کې پر هغه پر هوايي ډګر شوی، چې امریکايي عسکر يې د نظامي اډې په توګه او د بې پيلوټه الوتکو د بریدونو لپاره کاروي.

امريکايي پوځيانو تر اوسه د ياد برید له امله د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي، خو الشباب ډله د ګڼ شمېر امريکايي عسکرو د وژلو خبره کوي.

د ايټالوي پوځيانو پر کتار د برید له امله د اوښتې مرګ ژوبلې معلومات نه دي ترلاسه شوي.

په ۲۰۱۷ کال، چې ډونلډ ټرمپ د امریکا ولسمشر شوی، سومال کې يې د الشباب ډلې پر خلاف عمليات زيات کړي دي، خو د سومال حکومت وايي، الشباب ډلې د امريکايي پوځيانو د بريدونو په غبرګون کې په ښاري سيمو کې خپل عمليات زيات کړي دي.

د سومال ډېره سيمه د الشباب ډلې تر واک لاندې ده او وخت پر وخت په کې پر حکومتي او بهرنيو عسکرو بریدونه او چاودنې کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x