
شیخ الاسلام ابن تيميه رح ته د عقیدت ګلونه
محمد عليم بسمل
څه بې ساری ناآشنا تاريخ دې پريښود
ای د تورې او قلم ستره امامه
ګور دې ډک شه له رحمت او له انوارو
اوچت هوډ ته دې سلام شیخ الاسلامه
ماته پير رامالوميږي له مريده
ښه تابع هم د متبوع ښکلی تاييد
نو د هغه حقانیت کې هيڅ شک نشته
چې د چا ابن قیم غوندې مريد وي
ډار د تا په مذهب کم نه و له شرکه
ستا تاریخ د یو قوي ایمان کیسه ده
قوي عزم لوړ همت یقین او صبر
ستا د ښکلې ژوند نچوړ او خلاصه ده
فکر غواړي ،علم غواړي ، ایمان غواړي
خوځښت نه غواړي لښکرې او وګړي
دا خبره مې زده کړې له تاریخه
حالات تل یوه سړي دي بدل کړي
ته د خپل قوم تر بیرغ لاندې ولاړ وې
په وجود دې ښایسته د جنګ میدان و
پاچا خپل څنګ ته بللې مګر تاته
د سنتو پريښودل کله آسان و
د شاعر ابو نواس په اجازه به
راپښتو کړم دغه بیت د تا په شان کې
پاک الله ته دا هيڅکله ګرانه نه ده
چې راټول کاندي عالم په یو انسان کې
د بسمل په دې ښه کلکه عقيده ده
د ولیانو میر وې خپله زمانه کې
ته ريښتونی وې په دې کې چې ویل دې
جنتونه مې پراته دې په سینه کې
محمد علیم بسمل