
شپږیزه لیګ شپږ ورځې وروسته کابل کې پېلیږي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د ۲۰۱۹م کال کورني کرېکټ سیالۍ «شپږیزه لیګ» به د راتلونکې اکتوبر میاشتې په ۷مه نېټه پېل او تر ۱۸مې نېټې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو لړۍ به د بند امیر ښامارانو او د کابل بازانو لوبډلو ترمنځ له سیالۍ څخه په کابل لوبغالي کې د ورځې په ۱:۳۰ بجې پېل شي. ددې سربېره به نورې سیالۍ د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۲:۰۰ بجې پېل کیږي.
د شپږیزې په شل اوریزه کرېکټ لیګ کې د افغانستان د شپږو زونونو لوبډلې (بند امیر ښاماران (راشد خان)، کابل بازان (اصغر افغان)، مس عینک اتلان (محمد نبي)، امو نهګان (میرویس اشرف)، بوست ساتونکي ګلبدین نائب) او د سپین غر زمریان (شفیق الله شفق) لوبډلې ګډون کوي چې ترمنځ به یې ټولې ۱۸ سیالۍ ترسره کیږي.
Here are the fixtures for the sixth season of Shpageeza Cricket League that will be held from 7th to 18th October in Kabul.#SCL2019 #Shpageeza pic.twitter.com/NAAS9S4tLY
— Afghanistan Cricket Board (@ACBofficials) September 27, 2019
د شپږیزې شپږم پړاو سیالۍ به په افغانستان کې د ملي تلویزون لخوا په ژوندۍ بڼه په معیاري توګه هم خپرول کیږي.
د شپږیزې لیګ تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی (محمد شهزاد) به په راتلونکي شپږیزه لیګ کې د بندیزونو له کبله ګډون ونشي کړای، نوموړي تر دې دمه په دې سیالیو کې له ټولو زیاتې «۷۶۲» منډې جوړې کړې دي.
ټاکل شوې وه چې د شپږیزه لیګ سیالۍ به د روان کال په جون میاشت کې ترسره شي، خو د څه ستونزو له کبله د اګست میاشتې ۱۸مې نیټې ته وځنډیدې، له هغه وروسته د ستمبر میاشتې ۲۶مې نيټې ته وځنډیدې خو بالاخره د اکتوبر میاشتې ۷مه نېټه یې وروستۍ پریکړه اعلان شوه.
د شپږیزه لیګ تر ټولو زیاتې سیالۍ د بند امیر ښامارانو لوبډلې ګټلې دي، دوی په پنځو پړاوونو کې د ۲۷ سیالیو څخه ۱۶ ګټلي، ۸ یې بایللي او ۳ بې نتیجې ترسره شوي دي چې د بریا اوسط یې «۷۰.۳» دی.
د یادونې وړ ده چې په کابل کې تېره اوونۍ د غازي امان الله خان یو ورځنۍ فرسټ کلاس سیالۍ هم ترسره شوې چې اتلولي یې مس عینک زون لوبډلې خپله کړه.