افغانستان

طالبانو د هلمند امنيه قوماندانۍ د پلان آمر وژلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو د هلمند ولايت مرکز لښکر ګاه ښار کې ددې ولايت د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون د پلان آمر وژلی دی.

د طالبانو وياند قاري محمد يوسف احمدي وايي چې نن ماښام يې د لښکرګاه ښار د دوهمې حوزې اړوند د کوکه سرای په سيمه کې د هلمند د امنيه قوماندانۍ د اوپراسيون د پلان آمر دوهم څارن نادر خان په يو چريکي بريد کې وژلی دی.

د هلمند امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د غزني ولايت د امنيه قوماندانۍ مرستيال ميرزا حسين هم په ميدان وردګ ولايت کې د طالبانو له لوري ووژل شو.

بايد وويل شي چې په دې ورستيو کې په دولتي چارواکو د طالبانو چريکي او تعرضي بريدونه زيات شوي چې له امله يې د دولتي مامورينو په مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

د دی ځوان په وژلو به څه تر لاسه کړی، دا خو امریکایی هم ندی. بیا افتخار هم کوی چی یو خپل افغان مو وژلی دی. #######

جميل

دا هيواد پلورونکی منافقين که نه وای کفری لښکر به هيڅکله دلته نه راتلای ، که همدا اوس دوی د خپلو بهرنی مالکانو غلامی پريږدی آزاد افغانان به خپله راتلونکی پخپله وټاکی .
دا د اسلام ، دهيواد او د ولس دښمنان او د کفر او د کفارو ساتونکی غلامان داسی وهی چی په ورثه کی يی بيا خاين او د دين دښمن سر راپورته نکړی .

Karwan

همداسي ده جميل وروره، همدغه حراميان زموږ د ولس قاتلين دي او بايد چه جزا دعمل حق شي. کاروان

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x