روغتیا

څنګه په یوه دقیقه کې ځان ویده کړئ؟ اسانه تمرین

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۸ تله، ۱۳۹۸ل): ټول پوهان په یوه خوله دي چې په شپه او ورځ کې باید انسان له ۸ ساعتونو کم خوب ونه کړي، په دې سره ددوی بدن له ناروغیو ژغورل کیږي او په ارامه ژوند تیرولی شي.

خوب نه راتلل او یا ګډوډ خوب یوه ناروغي بلل کیږي چې په طبي اصطلاح ورته «انسومنیا» ویل کیږي او ډیری خلک ورسره مخ دي، ځینې وګړي د ښه او ارام خوب لپاره د خوب ګولۍ استعمالوي چې دا بېلې ستونزې زیږولی شي.

که تاسې هم د خوب څخه محرومه یاست او یا په سمه توګه خوب نه درځي نو دغه اسانه تمرین مو کولای شي په یوه دقیقه کې ستونزه حل کړي.

پوهان وایي که تاسې ته په بستره له څملاستو وروسته هم خوب نه درځي نو د سمدلاسه خوب راتللو لپاره د یوې دقیقې دغه تمرین وازمویئ:

لومړی، په ارامه پر بستره پریوځئ.

دویم، له پریوتو وروسته تر ۴ ثانیو د پوزې له لارې ساه کش کړئ.

دریم، له ساه اخیستلو وروسته یې د ۷ ثانیو لپاره په داخل کې پریږدئ.

څلورم، له دې وروسته ساه سوکه سوکه د ۸ څخه تر ۱۰ ثانیو ترمنځ د خولې له لارې پریږدئ.

له دغه تمرین ترسره کولو وروسته به تاسې په یوه دقیقه کې په ارامه او زنګیدلي خوب ویده شئ.

د امریکا هارورډ پوهنتون  زده کونکي «ډاکټر ایندریوویل» چې له دغه پوهنتون څخه یې طبي زده کړې ترسره کړي وایي چې له اوږدې مودې راهیسې یې دغه عادت خپل کړی او د ترسره کولو پرمهال په یوه دقیقه کې ویده کیږي.

نوموړی زیاتوي چې په ژوره ساه اخیستلو سره د انسان دماغ په بشپړ ډول ارامه کیږي چې له کبله یې انسان ژر او په اسانۍ سره ویده کیدلای شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x