شعـــــرونه

نصيحت؛ انس حقاني

انس حقاني

په سیف دژبي دهیچا په پت حمله مه کوه
د چا له ښو اخلاقو سوء استفاده مه کوه

د ژبي توره د چوپتیا په تیکي پټه ساته
دخلکو زړونه پرې ټپي نه کړې غصه مه کوه

دعرش څښتن دي ګام په ګام ګوري او څار دي کوي
د معصیت د ارتکاب هیڅ اراده مه کوه

چې دزړه سترګي دي ړندې نشي دحرص په غشو
د دنیوی فاني ښکلا مراقبه مه كوه

اول پرې فکر کوه، خیر شر یې معلوم کړه درته
بې فکره هیڅکله هیچا ته هم کیسه مه كوه

له ناکامۍ او ندامت که ځان ساتل خوښوې
په وخت د قهر او شهوت کې فیصله مه کوه

که داحسان غشي دي وارکړل دحاسد په لوري
بس ترې بې غمه شه، د شر یې اندېښنه مه کوه

ستا له شرف سره انسانه حقیقت ښاییږي
د زړه نظر دي دمجاز په آیینه مه کوه

چې ملګرتیا پاللی نشې نو ېی مه جوړوه
چې د تعمیل وړتیا یې نلرې وعده مه کوه

دمحبت راج که د خلکو په زړو غواړی اشنا
دبل په کار کې بې اړتیا مداخله مه کوه

انسه! مرسته تل له خپل پروردګاره غواړه
په مادیاتو خو هیڅکله هم تکیه مه کوه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ماشاءالله
الله ﷻ دې ددې بېګناه ځوان ساتونکی شي او د شرمښانو له بنده دې الله تعالی ژر راخوشی کړي.

که بيا ځل مذاکراتو ته ټرمپخېلو ګونډه ووهله نو طالبان کرام دې د ټرمپ د متکبرانه او احمقانه ټويټ په پور کې د انس حقاني د ازادی او ګوډاګيانو له خوا د پوچو تبليغاتو د عاجل درولو غوښتنه وکړي.

داکتر ودان

ډېر ښکلئ، اسلامي او د انساني ارزښتونو د فلسفې يو پياوړئ شعر! دا نه يوازې ځما د زړه بلکې د ټول افغان اولس د اواز او هيلو ښکارندوي دئ.

طیب

سلام دی پرتا او ستا پر ټول خاندان وی

غ.حضرت

ښه وینا او ښه شعر او ښه کړنه چی د هر چا لخوا وړاندی سی نو ستائنه ئې یو اخلاقی التزام دی.

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x