نړۍ

ایران: سعودي ولسمشر روحاني ته سوله ييز پيغامونه رالېږلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ تله، ۱۳۹۸ل): د ایران حکومت ادعا کړې، چې د سعودي حکومت د نړۍ د ګڼو مشرانو په واسطه ولسمشر حسن روحاني ته د سولې پيغامونه رالېږلي دي.

د ایران د حکومت وياند دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تهران او رياض اړيکې ترينګلې دي.

رويټرز خبري اژانس د ایراني حکومت د وياند علي ربيعي له قوله ليکلي، سعودي حکومت د ولسمشر روحاني په نوم د يو شمېر نړيوالو مشرانو په واسطه د سولې پيغامونه لېږلي دي.

علي ربيعي زياته کړې، «که سعودي په رښتيا هم په خپل دريځ کې بدلون راولي، نو ایران يې هرکلی کوي.»
نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي.

د سعودي وليعهد شهزاده محمد بن سلمان وړمه ورځ له اسوشېټېډ پريس خبري اژانس سره په مرکه کې ويلي و، که نړۍ د ایران مخنيوی ونه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه ونښلي، دې سره به د نړۍ اقتصاد ويجاړ او د تېلو په بيو کې به بې ساري لوړوالی راشي.

بن سلمان وړانديز کړی و، چې هېواد يې له ایران سره پوځي شخړه نه، بلکې سياسي جوړجاړی غواړي.

د يادونې وړ ده، چې د تېر سپتمبر مياشت په څوارلسمه د سعودي په جنوب کې د تېلو پر دوو چاڼځايونو بریدونه شوي وو، چې د دواړو چاڼځايونو د تېلو صادرات يې زيانمن کړي وو.

محمد بن سلمان دا برید حماقت بللی، چې له امله يې د نړۍ پنځه سلنه تېلو صادارت بند شوي دي.

د دغو بریدونو پړه د يمن حوثي ملېشو اخيستې وه، خو امریکا وايي، دا برید د ایران له خاورې د ایران په توغنديو شوی دی.

ایران د امریکا دا تورونه رد کړي او خبرداری يې ورکړی، که امریکا او يا هم سعودي پر ایران برید وکړ، دې سره به ټوله سيمې کې پراخې جګړې پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

ترڅو چی امریکایان او انګریزان (برتانیه) وی نو امکان نلری چی اسلامی هیوادونه نږدیوالی او صمیمیت ته پریږدی ځکه د دوی جنګی فابریکی په همدی اسلامی هیوادونو باندی آبادی دی نو ځکه انګریزانو د آسیایی هیوادونو لپاره د سرطان غده (پنجاب) مینځ ته راوړ چی اکثره اسلامی هیوادونه دده له لاسه ښه ورځ نلری. کچیری آل سعود یعنی آل عرب هیوادونو په یو اتفاق امریکا سره هر ډول اقتصادی اړیکی په تیره بیا نفتو د قراردادنو اړیکی قطعه کړی نو پدی پوه شی چی په هغه ورځ اسلامی هیوادونه کامیاب دی. او یوه ورځ پاکستان ته اخطار ورکړی او خپلی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x