افغانستان

محب: که طالبان سوله ونه کړي، سخت به وځپل شي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډې ته په وينا کې يو ځل بيا د سولې ضد خبرې کړي او ټينګار يې کړی، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې سخت ګامونه واخيستل شي او پر خلاف به يې جګړه روانه وي.

د ملي امنيت سلاکار يو ځل بيا له نړيوالو هېوادونو غوښتي، چې د طالبانو پر ضد جګړه کې د دوی مرسته وکړي او طالبان له منځه يوسي.

حمدالله محب د ټاکنو ترسره کول د حکومت لويه لاسته راوړنه بللې او ادعا يې کړې، چې په دې ټاکنو کې درې ميليونه خلکو ګډون کړی و، په داسې حال کې، د باوري راپورونو له مخې يوازې ۱.۲ ميليونه خلکو په ټاکنو کې برخه اخيستې وه.

د ټاکنو کميسيون ويلي و، چې نهه ميليونه خلک د رايې ورکولو اهليت لري، خو په ټاکنو کې د خلکو ګډون بې ساري کمرنګه و.

نوموړي يو ځل بيا د سولې پر ځای پر جګړې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې سختې جګړې ته دوام ورکړي او بالاخره به يې هم وګټي.

د ملي امنيت سلاکار دا څرګندونې په داسې مهال کړي، چې د نړيوالو بنسټونو د راپورونو له مخې د هېواد پنځوس سلنه خاوره د طالبانو په واک کې ده او د پلازمېنې کابل په شمول د هېواد په هره برخه کې طالبان بریدونه او چاودنې کولی شي او د سولې په اړه يې په تکراري توګه له ګډ حکومت سره د مذاکراتو امکان رد کړی دی.

طالبان وايي، د کابل حکومت په رسميت نه پيژني، د امریکا ګوډاګی يې بولي او ټينګار کوي، چې د افغانستان بحران د پای ته رسېدو لپاره بايد لومړی له امریکا سره د بهرنيو پوځيانو په وتلو خبره نهايي کړي او بيا به د داخلي موضوعاتو لپاره له افغان لوري سره خبرې کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Abdul-Rauf Alam

په شرمو شرمیدلې بی ننګو،بی شرمې او بی حیايې خو هم یوه پوله لرې،تاسو له دي پولو ډیر مخته ولاړی او په دی برخه کی به،ان شاءالله د مجاهد اولس محکمی ته ډیر ژر احضار شی.نور ستاسو ځناورو جاهلانو پوری تبصره کول،د وخت ضایع کول دي.الله تعالی دی تاسو له بادار (امریکا)سره،په خپل قهر او غضب اخته کړی.آمین ثم آمین

جلال

آمين

سیدزرغون شاه آغا

بی حیا انسان یی چی هیڅ شرم نلری. هره ورځ یوه ولسوالی اوڅو امنیتی پوستی دلاسه ورکوی او غرتګ دجنګ خبری کوی.

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close