افغانستان

د پروان ولایت چارواکي: طالبانو د ټاکنو کمېسیون د کارکوونکو د خلاصون ژمنه راکړې

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د پروان ولایت حکومتي چارواکي وایي، طالبانو ورته د ټاکنو کمېسیون د هغو کارکوونکو د خلاصون وعده ورکړې، چې څو ورځې وړاندې يې د بندیانو په توګه له ځان سره وړي وو.

د پروان ولایت د پولیسو ویاند «محفوظ ولي زاده» وايي « تېره ورځ ۲۵ تنه سپین ږیري او قومي مشران طالبانو ته ورغلي وو او هغوی وعده ورکړې وه، چې تر راتلونکې جمعې ورځې پورې به د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي خلاصوي».

د ولي زاده په قول « موږ له دې امله چې د کمېسیون کارکوونکو ته زیان ونه رسېږي؛ له نظامي لارې کار نه دی اخستی».

نوموړي په پای کې ګواښ وکړ، که طالبان د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي خلاص نکړي دوی به له نظامي لارې کار واخلي.

یاده دې وي، چې د ټاکنو په لومړۍ ورځ د ټاکنو کمېسیون اعلان وکړ، چې په پروان ولایت کې د یوه ټاکنیز مرکز له کارکوونکو سره یې اړیکه شلېدلې او ډېره شونې ده ، چې هغوی د ې د طالبانو لاس ته ورغلي وي.

طالبانو په رسمي ډول تر دې دمه ددې موضوع په تړاو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x