افغانستان

طالبان: اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې ده

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): طالبانو يو ځل بيا هيله ښکاره کړې، چې د افغانستان جګړه به پای ته ورسيږي او د سولې پر وړاندې شته خنډونه به له منځه ولاړ شي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمد سهيل شاهين په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د افغانستان اشغال ختمېدونکی او سوله راتلونکې او زياتوي، چې کوم پردي پال د سولې د مخينوي لپاره د شګو بندونه جوړوي، دا بندونه به د ولسي غوښتونې مخه ونه شي نیولی.

ښاغلي شاهين په دې اړه جزئيات نه دي ورکړي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د تېر سپتمبر مياشت په اوومه د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې نهايي شوې خبرې لغوه کړې او تور يې لګولی و، چې طالبانو په کابل ښار کې يو امریکايي عسکر وژلی دی.

ښايي د سهيل شاهين د څرګندونو اشاره د افغانستان سولې په اړه د امریکا او طالبانو درېدلو خبرو ته وي، چې کېدای شي، دا خبرې په لنډ وخت کې بېرته پيل شي.

دا شونتيا هم شته، چې د سهيل شاهين د ټويټرپيغام اشاره په ملګرو ملتونو کې د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب هغو څرګندونو ته ويلي، که طالبان له حکومت سره سوله ونه کړي، پر ضد به يې جګړې ته دوام ورکړي او طالبان به د جګړې په ډګر کې مات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

امریکا کی ټاکنی تل همجنسبازان ګټی، داسی نه چه دوی له موره بیالوژیکی همجنسبازان خلق شوی بلکه د نظم نوین جهانی د وحشت خپرولو د پلانو عمده برخه ده چه روا ناروا او ناروا روا کړی یعنی انسانی اخلاقی معیارونه سرچپه کړی دا ډول وحشتونه د دموکراسی په مټ ترسره کوی . طبیعی ده چه په مستعمرو کی هم د خپلو ساعت تیریو د پاره هم مخکی له مخکی همجنسبازان زیږوی او زیاتوی. په ډیره بخښنه، مګر لمر په دوه ګوټو نه پټیږی تاسی لوړ پوړو ایجړا ګانو غلامانو ته لکه خلیلزاد، کرزی، ع ، غ اسدالله خالد، محب اتمر،… نور لوستل »

غمی.پښتین

جوړ تازه.
شاهین صاحب ته،
سوله نه د ستاسو او نه د دولت په لاس کی ده،سوله د پاکستان او امریکا په لاس کی ده،
خلیلزاد اسلام اباد ته بیا سفرونه پیل کړی دی،
امکان شته خلیلزاد پاکستان لپاره کوم نوی پیشنهاد سره راغلی وی.
نو که چیری امریکا او پاکستان سره جوړ شول سوله بیا حتمی راځی،
کله چه سوله راشی نو طالیبان او دولت د مومن خان ښامار په شان به توری پکی سری کوی .
پاتی شو اشغال،افغانستان هر وخت اشغال دی،ازادی یی نه ده لیدلی.امریکا اشغال څخه مخکی د پنجاب اشغال وه.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x