افغانستان

سیاسي شنونکي: ټاکنیز بحران په لاره دی

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): په داسې حال کې، چې د ګډ حکومت د رهبرۍ د پرلپسې ټینګار له امله د تلې د میاشتې په «۶» نېټه ټاکنې ترسره شوې، د سیاسي چارو شنونکي وایي، له وخت وړاندې د نوماندانو له لوري د بریا اعلان ښيي، چې هیواد یو بل ټاکنیز بحران ته په ننوتو دی.

د سیاسي چارو شنونکی او د ولسي جرګې  پخوانی غړی «ډاکټر جعفر مهدوي» وايي « د نړیوالې ټولنې د مداخلې او د نوماندانو د ګډ مؤقف په نشتون کې هیواد یو ټاکنیز بحران ته ننوتونکی دی، له وخت وړاندې د نوماندانو له لوري د بریا وړاندوینې د عامه اذهانو د خرابولو او د ټاکنو د اصولو تر پښو لاندې کولو پرته بله معنی نه لري».

سیاسي شنونکي داسې مهال ټاکنې په هیواد کې د یوه نوي بحران د پیل په معنی بولي، چې طالبانو لا له وړاندې ټاکنې د سولې د سبوتاژ هڅې نومولې وې او په ټاکنیزو مرکزونو یې د بریدونو ګواښ کړی وو.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د تلې د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، د تېر په پرتله پیکه او له ستونزو سره مل وې.

د ټاکنو کمېسیون د رسمي شمېرو له مخې په دې ټاکنو کې نږدې دوه میلیونه تنه کسانو ګډون کړی وو، چې د ثبت شویو کسانو ۲۰ سلنه جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
گل محمد نوری

زما په نظر عبدالله او حکمتیار شاته پاکستان ولاړ ده ترڅو غنی اقتصادی برنامی تطبیق نکړی ځکه چی په کمپاین په دوره کی اشرف غنی په کنایی ډول عبدالله ته وویل چی ریاست اجرایه چیلک اندازی میکرد او در حکومت نیست. نو لدی معلومیږی چی تیر ځل کوم جنجالونه جوړ کړل ریاست اجرایه او څو وزارتونه یی ورکړل او له هغه پخوا کرزی په دوره کی ورته ۸ وزارتونه ورکړل مګر کیدای شی دا ځلی دوه یا دری وزارتونه ورکړی ځکه د میږی پیخاړی دی چی په لری کولو کی ټوله نړی خبروی او ځان او نور نړی ته شرموی.… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

د کابل غلامی اداری د ټاکنو کمیسیون خو یو میلون او ۵۰ زره ( چه د افغانستان د خلکو په دوه سلنه او د واجد شرایطو په لس سلنه کی راځی او هغه هم چه تر نیمایی زیاتی به یی ناروا یا توری یعنی جعلی او تکراری نومونه وی او له هغه وروسته چه دغه پنځه لکه ( نیم میلون ) رایوی د ۱۹ نوماندانو ترمنځ وویشی دا شمیره به له لکونو زرونو ته راکښته شی حتی تر ټولو ګتونکی نوماند که یو لک یا دوه لکه رایوی تر لاسه کړی وی او هغو رایو کی به جعلی او تکراری… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x