شعـــــرونه

غزل:ثناءالله معصوم

ثناء الله معصوم

تا زخمي کړلې سینې د توتکیو
تا اخیستی ژوند ټپوسه دمرغیو

تا ازار وړی خزانه د دې کلي
د ګلونو، د ګودر او د منګیو

پوروړی یې خون خواره پور به ورکړې
په دې چم کې ها د ګل غوندې سړیو

بیا چاپه وه په دې چم کې په مظلومو
راته غږ ترې ټوله شپه دسلګکیو

پرې ټپي شم پرې ټپي شمه طالبه.!
چې دې غږ راشي له ټپه د زګرویو

مینه ناکه او ښایسته طالبه راشه
چې ساتلې مې ګیډۍ د سپیلنیو

د معصوم دنیا خو ته یې که ته نه وې
بیا مې مه غواړه د ژوند په رنګینیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x