موږ او خواله رسنۍ

حامد افغان

خواله رسنیو زموږ اکثره وګړي پر ځان بې باوره کړي او مختلفو ستونزو سره لاس و ګرېوان کړي دي! د خواله رسنیو کاروونکو ځینې حالات عجيبه وي، که کوم پوسټ یې زیات لایکونه او شیر ونه لري؛ خپه او ټمبه ناست وي. یوه دقیقه کې څو ځله خپله پاڼه تازه کوي چې نوي شیان وګوري. د نوټیفیکشن او اشعاراتو تڼۍ هر وخت تحدیث او ریفریش کوي چې وګوري کوم لایک مایک او تفاعل خو نه دی شوی. بیا میسنجر ته منډه کړه پيغامونه وګوره او د هغو ځوابونو ته بېرته شه او…

نورو سره بحثونه، سیاسي لانجې او جنجالونه، د غلو او قاتلانو ستاینې او غندنې یعني خپل همفکره مشران که غله او قاتلان وي هم ستاینه یې کوي او د نورو هغه غندي، د جینکیو په نوم ایډيګانې جوړول، جینکیو پسې منډې وهل، میسنجر باندې زنګونه او مجلسونه، کمنټونو کې ورته سپی سپی او دووس دووس کېدل او داسې نور پرېمانه حماقتونه، عبثیات، چټيات او جرمونه چې زموږ عام مخلوقات! او خصوصاً ځوانان مو پرې بوخت دي.

دا لړۍ شپه ورځ په ساعتونو ساعتونو روانه وي، خوراک او څښاک ته پوره وخت نه لري، کوروالو سره اړیکې په صفر ولاړې وي، کار او ژوند ته توجه نسته، د کار او ژوند په اړه ژور فکر او په مینه بوختیا له منځه تللې ده او ژوند ټول له نورو سره اړیکه، اړيکه او خواله، خواله ګرځیدلی! چې په پایله کې لومړنۍ خطرناکه ستونزه پر ځان نه باور رامنځته کېږي او له دې پرته نور زیات مشکلات او پرېمانه ستونزې.

تاسو باور وکړئ د یو چا دا ډول حالت سخته او خطرناکه روحي او رواني ناروغي ده، چې عاجل او دقیق علاج او سملاسې درملنې ته جدي اړتیا لري، دا ډول حالات اول کورنۍ او بیا ټولنه متضرره کوي. بناءً دې موضوع ته باید علماء، پوهان، استادان، خصوصا د کورنيو سرپرستان او نور جدي پاملرنه وکړي او د خواله رسنیو د کارونې روانې وضعې په اړه سلا مشورې وکړي، چې په دې اړه خصوصا په تعلیمي ادارو او عامه ولسي سطحه څه لارې چارې باید په کار ولوېږي.

لطفاً اوس موبايل یوه څنګ ته کېږده او د لیکنې له لوستلو وروسته د ځان په اړه ژور فکر وکړه، خپل ژوند، کارونه، له کورنۍ، خپلوانو، شاوخوا دوستانو او ملګرو سره اړیکې مو څنګه دي. خوب او خوراک مو څومره بدلون موندلی او په عامه توګه مو د پخوا په پرتله سوچ، فکر، مزاج او طبیعت څنګه دی. داراز اخلاق او له خلکو سره مو چلند په کومه کچه کې دی. او دا لیکنه که د نورو د ګټې وړ درته ښکاره شوه نو لایک او شیر یې کړه.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

خواله رسنۍ که د شر او فساد منبع او که د دجال د راتګ لپاره تبلیغات او د دجال د لارې خنډونه لرې کول او د مسلمانانو ذهنونه اشغالول دا ټول هغه څه دي.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ! سلامونه او نیکی هیلی مو ومنی ! خوشاله شوم چه یوځل بیا ( د یو متقی او مجاهد ورور د غلامو رسنیو او چلوونکو به اړه یی ښکلی حقایق لیکلی ) لیکنه لولم. پخوا به مو د عبرت نوری اسلامی قیصی لیکلی ، مګر دا ځل مو نوی او ډیره مهمه موضع د بحث لاندی نیولی زه مو ډیره مننه او ستاینه کوم او څه به ورسره زیات هم کړم: که رښتیا درته ووایم په دغه نوو لغاتو می پوره سر نه خلاصیږی یعنی د [[ خوالی رسنی ]] په معنی نه بوهیزم په هر صورت زه… نور لوستل »