افغانستان

مسلمیار: غیر بایومټریک شوې رایې به د حوا علم نورستانۍ په  پلار هم شمارم-ویډیو

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل):  وروسته له هغه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ثبات او همپالنې ټیم مشرانو ټینګار وکړ، چې د فساد د مخنیوي په موخه دې، غیر بایومټریک شوې رایې نه حسابېږي؛ د مشرانو جرګې رییس یې په غبرګون کې ګواښ کړی، چې له بایومټریک پرته رایې به په زور د ټاکنو په کمېسیون ومني.

مسلمیار چې د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وویل « له بعضو دوستانو مې واورېدل چې د ټاکنو کمېسیون مشرې ویلي چې بې بایومټریکه رایې به نه شمېرل کېږی؛ ددې په پلار به یې هم شمېرم، ته ورسه له خلګو پوښتنه وکړه، چې څه کیسه ده، د خلګو حق ته څنګه خورې.»

مسلمیار داسې مهال د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ کوي، چې د ثبات او همپالنې ټیم او تر څنګ یې ګڼ نوماندان له ټاکنو کمېسیون په جدي ډول غواړي، چې بې بایومټریک رایې دې نه منل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا د مشرانو جرګی د مشر لهجه ده ، کشر مشران به يی څه چټياټ وايی .
الهی(ج) زمونږ ګران هيواد او عزتمن ولس خو لدی بد اخلاقه غلامانو څخه وژغوره .

عبدالمالک همت

توبه چي د پارلمان رئيس يې دغسي شی وي له نورو څخه يې څه ګيله ده . دوی په خپلو کي يو پر بل او پر بې د فاع خلکو باندي خورا زلنده دي، خو له طالبانو څخه يې زهره چوي. نو طالبان دي ژوندي وي !

اجمل

څومره بی غیرته انسان دی دا دووس.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x