افغانستان

رحمت الله نبیل: د ټاکنو لومړی پړاو ګټونکی نه لري

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل):  د کابل حکومت د استخباراتو پخوانی رییس او په اوسنیو ولسمشریزو ټاکنو کې د «امنیت او عدالت» ټاکنیز ټیم مشر «رحمت الله نبیل» وایي، لومړی دور ټاکنې هیڅ ګټونکی نه لري او په کار ده ټاکنې دوهم  پړاو ته ولاړې شي.

نبیل چې د ټاکنو په تړاو یې د خپل ټیم د نظر څرګندولو په پلمه په کابل کې یوې رابلل شوې ناستې ته خبرې کولې، وویل « اوسنۍ لومړی دور ټاکنې هیڅ ګټونکی نه لري، د ټاکنو کمېسیون دې دوهم دور ټاکنو ته تیاری ونیسي، ورکړل شوې رایې د یو میلیون څخه تر یو نیم میلیون پورې رسېږي؛ هغه ولسمشر چې په څو سوه زره رایو باندې راغلی وي، اخلاقي مشروعیت نه لري؛ نو موږ دواړو ټیمونو ته وایو، چې ستاسو له منځه هیڅ یو ګټونکی نه دی».

نبیل ددې تر څنګ له نوماندانو غوښتي، چې هیواد ته دې بحران ته نه بیایي او له ټاکنو کمېسیون وړاندې دې د خپلو ټیمونو د بریا اعلان نه کوي.

نبیل داسې مهال پورته څرګندونې کوي، چې د اشرف غني په مشرۍ «دولت جوړوونکی» او د عبدالله عبدالله په مشرۍ د «ثبات او همپالنې» ټیمونو هر یوه اعلان کړی، چې ټاکنو کې یې ټیمونه مخکې دي او د راتلونکي حکومت تشکیل ته به اوږه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

د سی آی ای سناريوګانی داسی ژر پای نه مومی ، نوری ډرامی يی لا پاته دی ، دوی چی خپل غلامان د سپی تر کونی ونباسی نه يی پريږدی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x