افغانستان

اجرائیه ریاست: مسلمیار دې ټاکنو کمېسیون ته د ګواښ کولو له امله بښنه وغواړي

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د مشرانو جرګې رییس په یوه ناسته کې ګواښ وکړ، چې بې بایومټریک رایې به په زور د ټاکنو په کمېسیون ومني؛ په غبرګون کې یې اجرائیه ریاست له عدلي ارګانونو غوښتي څو د نوموړي څرګندونې وڅېړي.

له اجرائیه ریاست څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي « په ټولنیزو رسنیو باندې په خپره شوې ويډیو کې ښکاري، چې د مشرانو جرګې رییس پکې ګواښ کړی، چې غیر بایومټریک شوې رایې به په زور د ټاکنو کمېسیون په مشرې ومني، اجرائیه ریاست د ټاکنو کمېسیون د چارواکو په وړاندې دا ډول ګواښونکې څرګندونې غندي».

خبرپاڼه وړاندې لیکي « هیڅ مقام د ټاکنو کمېسیون کارکوونکو ته د ګواښ کولو حق نه لري او مسلمیار باید هر څومره ژر چې وي، له ټاکنو کمېسیون په دې تړاو بښنه وغواړي».

اجرائیه ریاست ددې تر څنګ په عدلي ارګانونو غږ کړی، چې د ټاکنو کمېسیون ته د ګواښ موضوعات دې وڅېړي او عاملینو ته یې دې له قانون سره سم جزاء ورکړي.

یاده دې وي، چې د مشرانو جرګې رییس نن په یوه ناسته کې وویل « له ځینو دوستانو مې واورېدل، چې د ټاکنو کمېسیون مشره وايي، له بایومټریک پرته رایې نه مني، ددوی په پلار به یې هم ومنو».

دا په داسې حال کې، چې په ټاکنو باندې څارونکي وایي، له بایومټریک پرته اکثریت رایې تورې رايې دي او ډېره شونې ده د تقلب له لارې صندقونو ته اچول شوې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x