افغانستان

بهرنیو چارو وزارت: د ملګرو ملتونو ناسته کې د افغانستان حضور تر بل هر وخت «کمزوری» وو

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د افغانستان استازیتوب تر بل هر وخت په کمزوري ډول شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند «صبغت احمدي» په دې تړا و وویل « سږ کال د افغانستان استازیتوب تر بل هر وخت په کمزوري ډول شوی، د افغانستان استازي دې ناستې ته داسې مهال ورسېدل، چې د ګڼو هیوادونو استازو نیویارک پرېښی وو».

د احمدي په قول، دوی د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د ګډون کوونکو لست ولسمشرۍ ماڼۍ ته لېږلی وو؛ خو له هغه لوري ورته هیڅ ځواب نه وو ورکړل شوی.

د ملګرو ملتونو عمومي ناسته چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۴ مه نېټه رابلل شوې وه، د ګډ حکومت له لوري ورته د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» لېږل شوی وو.

نوموړي په دې ناسته کې د نړیوال امنیت د خوندیتوب په موخه د جګړې د غځولو ټټر وواهه او له نړیوالو یې وغوښتل چې د سولې په خبرو کې دې بیړه نه کوي؛ ځکه په وینا یې، دوی کولای شي طالبان د جګړې له لارې مات کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

محب جانه! د###(بای فریندز) دی دجنګ دلاری بریالی نسول. غرتګه ته غلامګی به څنګه په جنګ بریالی سی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x