افغانستان

د زابل ولایت په یوې ولسوالۍ کې یوازې «۳» رایې کارول شوې

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): په زابل ولایت کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو شمېر کارکوونکي وایي، ددې ولایت په دوو ولسوالیو کې هیڅ ټاکنې نه دي شوي او  د اتغر په نوم ولسوالۍ کې یوازې درې کسانو په ټاکنو کې برخه اخستې او خپلې رایې يې کارولې.

په زابل ولایت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر مسئول «محمد هاشم دراني» سلام وطندار ته ویلي « په زابل ولایت کې د ۶۰۰۰ مېرمنو په ګډون ټولټال ۷۲ زره کسانو نوملیکنه کړې وه، چې له منځه یې ۱۸ زره تنو رایه کارولې».

د دراني په خبره، ددې ولایت په دای چوپان او خاک افغان ولسوالیو کې هيڅ ټاکنې نه دي شوي او د اتغر په ولسوالۍ کې بیا یوازې دریو تنو رایه کارولې.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې چې د تلې د میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شوې، کمرنګه او د خلګو د ګډون له پلوه د تېر دور ټاکنو سره د پرتلې وړ نه وې.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ټولټال ۹.۹ میلیونه کسانو رایې ورکونې ته نومونه ثبت کړي وو او له ډلې یې یوازې ۲.۵ میلیونه کسانو رایې ورکړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x