نړۍ

واشنګټن پوسټ: امریکا د افغانستان جګړې او افغان حکومت ملاتړ ته دوام نشي ورکولی

نن ټکی اسیا(سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): واشنګټن پوسټ امریکايي ورځپاڼې د امریکايي پوځي کارپوهانو له قوله ليکلي، چې امریکا بايد د افغانستان جګړه د سوله ‌ييزو خبرو له لارې پای ته ورسوي.

د امريکا د ملي امنيت د چارو دوو کارپوهانو سټيفن هيډلي او ميشل فلورنوي واشنګټن پوسټ ته ويلي، امريکا د افغانستان جګړې او د افغان حکومت ملاتړ ته دوام نشي ورکولی او بايد د سولې درېدلې خبرې بېرته پيل شي.

دواړو کارپوهانو ټينګار کړی، چې امریکا بايد روانه جګړه له سوله ييزو لارو پای ته ورسوي او د افغانانو خپلمنځي خبرو له لارې د افغانستان څلوېښت کلنه کشاله پای ته ورسيږي.

سټيفن هيډلي او مېشل فلورنوي وايي، افغانستان کې د امریکايي پوځيانو شتون د طالبانو د اتلس کلنې جګړې د مشروعيت تر ټولو ستر دليل دی او تر څو، چې دا دلیل له طالبانو سره وي، تر هغو به خپلې جګړې ته دوام ورکړي.

دواړه کارپوهان وايي، د افغان حکومت د ملاتړ پر ځای بايد امریکا د قوي استخباراتو او معقولې تګلارې په جوړولو روانه جګړه پای ته ورسوي او خپل پوځيان بېرته خپلو کورونو ته راولي.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې دا مطلب په داسې حال کې خپور کړی، چې د ګډ حکومت د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب تېره ورځ د ملګرو ملتونو ۷۴مې کلنۍ غونډې ته د وينا پر مهال له امريکا او متحدينو وغوښتل، چې د طالبانو د ځپلو لپاره له کابل حکومت سره مرسته وکړي او ټينګار يې کړی، چې په سوله کې بيړه کول به د طالبانو په ګټه تمامه شي.

 

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close