واټساپ کې یوه بله په زړه پورې ځانګړتیا وړاندې کیږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹ تله، ۱۳۹۸ل): د خواله رسنیو مشهورې پاڼې واټساپ یوه نوې په زړه پورې ځانګړتیا وړاندې کولو ته چمتو کړې چې په کې به پیغام له لیږلو څه موده وروسته په اتومات ډول حذفیږي.

د واټساپ اپډيټ ورکونکي ویبپاڼې (WABetainfo) سره سم، د پيغامونو له منځه تللو دغه نوې ځانګړتیا لومړی د اندراید اپلیکیشن په ۲.۱۹.۲۷۵ بیټا نسخه کې لیدل شوې ده خو د یادې نسخې هر استعمالوونکو لپاره تر دې دمه شتون نه لري.

د دغې نوې نسخې ځانګړتیا تر دې دمه یوازې په ګروپ چیټ کې شتون لري چې د ۵ ثانیو یا ۱ ساعت وروسته پيغام په اتومات ډول حذفیږي، په دې کې داسې نشي کیدلای چې کاروونکی دې د خپلې خوښې پیغامونه حذف او نور پریږدي، یا به ټول حذفیږي یا یو هم نه.

که څه هم دغه ځانګړتیا تر دې دمه د عامو کاروونکو لپاره نه ده وړاندې شوې خو داسې بریښي چې د حساسو معلوماتو استولو پرمهال به ګټوره وي.

په ټیلګرام اپلیکیشن کې دغه ځانګړتیا له پخوا راهیسې شتون لري چې اوس یې فیسبوک د خپل ملکیت لاندې کاریال واټساپ کې هم کارولو ته چمتو شوی دی.

واټساپ کاریال د کاروونکو د ساتنې او ددوی د معلوماتو د خوندیتوب لپاره له پخوا بېلا بېلې ځانګړتیاوې وړاندې کوي، لومړی یې د معلوماتو خوندي ساتلو (encryption) ځانګړتیا وړاندې کړه، بیا یې د پیغام حذفولو وخت له ۷ دقیقو څخه ۸ ساعته او ۱۶ دقیقو ته اوږد کړ.

د ټيلګرام په دغه ډول ځانګړتیا کې کاروونکی نشي کولای هغه پيغام بل کاروونکي ته مخکې واستوي او نه یې هم سکرین شاټ واخلي، خو تر دې دمه په ډاګه نه ده چې په واټساپ کې به دغه ځانګړتیا له ځان سره نور څه ولري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د