نړۍ

زلمی خلیلزاد په ناڅاپي سفر اسلام اباد ته رسیدلی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد په یوه ناڅاپې سفر اسلام اباد ته رسیدلی دی.

د پاکستان د یوه خصوصي تلویزون اې آر وای د خبر په حواله زلمی خلیلزاد به په پاکستان کې د جګپوړو دولتي او پوځي چارواکو سره ووینې او د افغان سولې اړوند به د نظر تبادله ورسره وکړي.

د سرچینې په حواله خلیلزاد به د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ کې ددغه وزارت د چارواکو سره وویني خو په ډاګه کړې يې نه ده چې د هغه سره به مشخصا څوک ویني.

سرچینه زیاتوي چې خلیلزاد اسلام اباد ته د چین څخه رسیدلی. خو ددې تر مخه چین ته د خلیلزاد د سفر په اړه راپورونه نه وه ورکول شوي. خو د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ د ملا برادر اخند په مشري هم یو پلاوی چین ته تللی وو.

ددغه خبرونو تایید خپله د خلیلزاد د ټویټر له لاري او نه هم د نورو رسمي سرچینو له لوري تر اوسه تایید شوی دی.

باید وویل شي چې زلمی خلیلزاد د تیرې میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د طالبانو سره د مذاکراتو یوه مسوده نهايي کړې وه چې بیا د ټرمپ له لوري لغوه اعلان شوه، له هغه وروسته خلیلزاد په کانګریس کې د بهرنیو چارو کمیټې ته معلومات ورکړه او بیا یې د ملګرو ملتونو د عمومي ناستې په څنګه کې د پاکستان د لومړي وزیر په شمول د ګڼ شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او راغلیو پلاوو سره لیدنې وکړې.

ویل کیږي چې خلیلزاد په دغو ناستو کې د طالبانو سره د مذاکراتو اړوند معلومات ددغو چارواکو سره شریک کړي وه او ځینو هیوادونو داسي تمه ښودلې وه چې کیدای شي د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې یو ځل بیا پيل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

امريکايي طاغوتان په دې ډول تحرکاتو سره غواړي د افغانستان له ربړي څخه هم د فلسطين د سولي اوږده او حوصله ماتوونکې کشاله جوړه کړي او کلونه کلونه يې اوږده کړي. مګر دوی دې ته نه دي متوجه چي دا نه فلسطين دی او نه کشمير، دا د افغان عقابانو خاوره او د ښکېلاکګرو قبرستان دی، دلته چي هر څومره ډېر ښکېل اوسئ ، هغومره به په ذلت،خواري او بې خرتو مالي او اقتصادي ستونزو اخته کېږئ او پای به هم په مړو سترګو ځني تښتئ.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x