ټکنالوژي

ټکنالوژي هم په خوب کې د خرېدو مخنیوي لپاره آله چمتو کړې

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۰ تله، ۱۳۹۸ل): په خوب کې خریدل یوه ناروغي ګڼل کیږي چې زیاتره کسان پرې اخته وي، دا د پوزې بندوالي او په خوله د ساه اخیستلو ترڅنګ یو شمېر نور لاملونه لري چې د انسان خپل خوب سربېره د نورو وګړو خوب ته هم زیان رسوي.

د څیړنو له مخې له هرو ۲ نارینه و څخه ۱ او له هرو ۴ ښځو څخه یې یوه د شپې په خوب کې د خریدو عادت لري، خو نوې ټکنالوژي وایي چې نور به تاسې له دغه ستونزې څخه نه کړیږئ.

د سایلنټ سنور «silent snore» په نوم دغه نوې آله د استعمال پرمهال اسانه او نه تنګونکې ده، چې په مرسته یې کولای شئ د شپې په خوب کې د خریدو مخنیوی وکړئ.

دغه آله د سیلیکون څخه جوړه شوې او دوه مقناطیسونه لري چې په نرمۍ سره د پوزې په خالیګا یا سوریو کې کیښودل کیږي او د پوزې او د مغزو ترمنځ لاره پرانیزي، تر څو انسان وکولای شي په اسانه تنفس واخلي.

تر دې دمه د دغې آلې په اړه داسې معلومات نه دي ورکول شوي چې ایا له یادې ګټې پرته انسان ته زیان هم رسوي که نه، خو هغه کسان چې د شپې لخوا ډیر خریږي او ددې له کبله یې خوب نا ارامه وي ددغې آلې استعمال ګټور دی.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا آله به د خُرَهاری کوونکی د خوب ستونزه ور حل کړی خو موږ په هغی آلې پسی سرګردانه ګرځو کومه چی د لیری او نژدې ګاونډیانو او نړیوالو استعمارګرانو د هغه ځوروونکی او حتی ویرانوونکی خُرَهاری د رفع کولو سره راسره مرسته وکړی کوم چی د لسیزو لسیزو را پدېخوا ئې زموږ د وولس خوب او ویښه دواړه د سترو ستونزو سره مخامخ کړی دی خو متأسفانه ددې آلی د لاسته راوړلو څخه په قصدی او عمدی توګه بې برخی پاتی سوی یو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close