افغانستان

فضل هادي مسلمیار پر خپلو ښکنځلو بخښنه وغوښته / ویډیو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د مشرانو جرګې رئیس او د اشرف غني د دولت ساز ټیم مخکښ مشر فضل هادي مسلمیار پر خپلو هغو «نامناسبو الفاظو» بخښنه وغوښته چې نن د سې شنبې په ورځ یې د ټاکنو کمیسون مشرې حوا علم نورستاني ته کړې وه.

مسلمیار چې د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې یې خبرې کولې، وویل « له بعضو دوستانو مې واورېدل چې د ټاکنو کمېسیون مشرې ویلي چې بې بایومټریکه رایې به نه شمېرل کېږی؛ ددې په پلار به یې هم شمېرم، ته ورسه له خلګو پوښتنه وکړه، چې څه کیسه ده، د خلګو حق ته څنګه خورې.»

مسلمیار چې د ملي تلویزون سره یې مرکه کې خپله وینا د حوا علم نورستاني پر شخصي حریم تجاوز وباله او وې ویل چې اخلاقا دا جرآت کوي چې بخښنه وغواړي که څه هم دی قانونا مصؤون دی.

فضل هادي مسلمیار وروسته تر هغه بخښنه غواړي چې د نوموړي په اړه په ټولنیزو پاڼو کې توند غبرګونونه را وپارېدل.

د کتونکو په بارو چې نوموړي به دغه بخښنه د اشرف غني او ټیم په مشوره او فشار بخښنه غوښتې وي ځکه چې نه غواړي د انتخاباتو په دې حساس پړاو کې ځان بدماشه وښيي او د ولس په منځ کې خپل سمعت ته تاوان ورسوي.

مسلمیار داسې مهال د ټاکنو کمېسیون ته ګواښ کوي، چې د ټاکنو کمیسون تر انتخاباتو مخکې او وروسته هم ویلي وه چې بې بایومټریک رایې دې نه منل کېږي.

ددې تر مخه د ثبات او همپالنې ټیم مشر ډاکټر عبدالله خپله بریا اعلان کړې وه او ویلي وه چې د ټاکنو کمیسون به د خپلې وعدې سره سم یوازي هغه رایې شمیري چې بایومیټرک وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
اجمل

په پارسی کی متل دی: نکند عاقل کاری که ببار آرد پشیمانی. دا غوټ خر صرف غواړی چی ځان مطرح کړی. هدف یی دادی چی په آینده حکومت کی ځان ته ځای پیدا کړی. منافق.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x