افغانستان

د ملا برادر اخند په مشري د طالبانو پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۹تله، ۱۳۹۸ل): د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد سهیل شاهین پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د سیاسي مرستیال ملا برادر اخند په مشري به یو لوړ پوړی پلاوی سبا د اکتوبر پر دوهمه په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.

سهیل شاهین ویلي چې دا د روسیې، ایران او چین وروسته ددوی څلورم رسمي سفر دی چې د سیمې هیوادونو ته یې کوي.

د یادونې وړ ده چې نن د سې شنبې په ورځ د پاکستان یوه خصوصي تلویزون اې آر وای خبر ورکړی وو چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خاص استازی زلمی خلیلزاد هم اسلام اباد ته رسیدلی دی او تمه یې ښودلې وه چې د ځینو جګپوړو پاکستاني دولتي او پوځي چارواکو سره به د افغان سولې په اړه خبرې وکړي.

تر اوسه مالومه نه ده چې د طالبانو پلاوی او زلمی خلیلزاد به په اسلام اباد کې سره مخ سي او کنه، دواړو خواوو په دې اړه تر اوسه رسما څه نه دي ویلي او نه هم د پاکستان حکومت تر اوسه رسما د خلیلزاد او طالبانو دسفر په اړه خبر ورکړی دی.

باید وویل شي چې یوه اونۍ وړاندي د ملا برادر اخند په مشري یو پلاوی چین ته تللی وو او د هغه تر مخه د سیاسي دفتر دوه جګپوړي پلاوي ایران او روسیې ته هم تللي وه.

د خلیلزاد په اړه ویل کیږي چې هغه هم د چین څخه وروسته اسلام اباد ته سفر کړی دی او دهغه تر مخه یې د امریکا په نیویارک ښار کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر او یو شمیر نورو هیوادونو د جګپوړو مشرانو سره لیدلي وه.

باید وویل شي چې د ټرمپ له لوري د طالبانو سره د نهايي شویو مذاکراتو لغوه کېدو وروسته دا د مذاکراتو د بیا پیل پر لور لومړی قدم بلل کیږي، ددې تر مخه د روسیې په شمول ځینو هیوادونو خبر ورکړی وو چې د طالبانو او امریکایانو تر منځ خبرې کیدای سي ژر پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

دا پورتنی عکس ته چی ګورم زړه می باغ باغ سی . ماته له ډيره وخته عجيبه ښکاری ، څه مکرونه او چمونه چی اشغالګر او غلامان يی کوی ډيری يی د افغانانو د ميړنی او غيرتی طالبانو په ګټه تماميږی او تمام به سی ان شاءالله تعالی ، چی يوه يی همدا ده ، چی امريکايان له خپلی خطا اوښتی او بيرته مذاکرات کوی او مجبوره دی چی ويی کړی ، د مسلميار خبره د ټرمپ پلار به يی لا قبوله کړی . د طالبانو مورال بيا نور لوړ سو او دښمن يی څه نور هم وسګلاوه . د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

زما وړاندیز طالبانو مشرانو ته ! السلام علیکم و رحمته الله وبرکاته ! زه باور لرم چه امریکایانو ( لیونی ټرمپ ) د سولی لغوه کیدل د هغه د کبر او غرور له امله نه وو او نه د هغه یو عسکر له امله وو . بلکه دا د هغه یو ډول د قیماربازانو په شان تاکتیک وو ، چه طالبان د کابل د غلامی اداری سره خبرو کولو ته تیار نه وو او تیار نه دی ، چه په دغه واسطه یی د غلامی اداری او اشغال مشروعیت تر لاسه او دغه ته یی د اوړو پوزی نوم ورکولو… نور لوستل »

غوربندي

الله تعالی دې نکړي چې سياسي پړاو دوه کاله مخکې حالت يعنې توقيف او زندان ته وګرځي.

انتبيه،،،

کمپ ديويد ته تلل به هومره له ګواښ سره نه وي مل لکه د نارجالو ځالې پاکستان ته.

انتبيهوا … !

عبدالمالک همت

دغو د اسلام، هيواد او مظلومو هیوادوالو رښتينو مدافعينو او د اسلامي او افغاني تقدس په ښايسته لباس ملبوسو ګرانو او درنو عالمانو کرامو ته د ښه او له برياوو ډک سفر او سفارت دعا کوو، الله سبحانه مو مل او ملګری سه . بری د حق د پلويانو دی . د مغرور او شرارت پيشه امريکايي غليم زبون، ډارن، درواغجن، درغلګر او د خلکو غولوونکي ګوډاګيان په دې اسلامي او د باتورو افغانانو په کفر شکن او ښکېلاک ماتي ټاټوبي کي هيڅ ځای نه لري، راتلونکي هر ځای د اسلام او مسلمانانو ده ان شاء الله .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x