افغانستان

بلخ کې يوولس دولتي عسکر وژل شوي

نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل):د بلخ ولايت چارواکي وايي، په شورتپه ولسوالۍ کې له طالبانو سره د نښتې پر مهال يوولس دولتي عسکر وژل شوي دي.

د بلخ ولايت وياند منیر احمد فرهاد وايي، طالبانو د شورتپې ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ برید کړی، چې له امله يې يوولس عسکر وژل شوي دي.

د ولايت وياند ادعا کړې، چې په دې برید کې يې طالبانو ته هم تلفات اړولي، خو شمېر يې نه دي ښودلی.

طالبانو د شورتپه ولسوالۍ پر امنيه قومندانۍ د بريد مسؤوليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، د شورتپه ولسوالۍ امنيه قومندانۍ يې نيولې، د دغه بريد پر مهال يې ۳۰ عسکر وژلي او ۱۲ نور يې ټپيان کړي دي.

طالبانو پر خپله ويب پاڼه د شورتپې ولسوالۍ د امنيه قومندانۍ د سقوط ويډيو هم خپره کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې په بلخ ولايت کې د طالبانو فعاليتونه د پخوا په پرتله زيات شوي او نږدې هره ورځ په کې د دولتي عسکرو، اربکيانو او حکومتي چارواکو د وژلو خبرونه ترلاسه کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x