شعـــــرونه

غزل؛ محمد عليم بسمل

محمد عليم بسمل

زه خو يې پيژنمه ګل دی په تاګران هم دی
په نوم دپاڼو يې لاسونوکې ګریوان هم دی

زموږ عینکې بدلوي دعشق بازار سړوي
ستا دښکلا په خلاف داسې یو پلان هم دی

زه دامنم چې زړګی یو دی خو ډیر لوي کوردی
خدای پکې شته دی په یو کونج کې یې جانان هم دی

داد کربوړي زوي اوس هم لمر ته ښکنځلې کوي
دابراهیم اورته پو کي او مسلمان هم دی

بسمله خیردی که پخپلو کې ارزښت نلرې
یوسف په وروڼو کې غلا م دی او ارزان هم دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x