
ارګ: له حکومت پرته د سولې په خبرو کې پرمختګ ناشونی دی
نن ټکی اسیا(چهارشنبه، ۱۰تله، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د طالبانو د سیاسي مرستیال په مشرۍ اسلام اباد ته د طالب پلاوي د سفر خبر ورکړل شو؛ ارګ وایي، د سولې د هر ډول هڅو رهبري باید د افغان حکومت په لاس کې وي او له دې پرته د سولې په پروسه کې پرمختګ ناشونی دی.
د ارګ ویاند «صدیق صدیقي» په خپل ټویټر لیکلي « سوله لومړیتوب او د افغانستان د خلګو له عمده غوښتنو څخه ده، هغه سوله چې د افغانستان د حکومت په رهبرۍ او مالکیت مخته ولاړه شي، پایداره او امن راوړونکې به وي؛ خو که د سولې پروسې په رهبرۍ کې افغان حکومت موجود نه وي؛ په دې برخه کې به هیڅ ډول پرمختګ ونشي».
صدیقي وروسته له هغه د حکومت په نشتون کې د سولې هر ډول هڅې محکوموي، چې په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، د سولې د هڅو په لړ کې به د ملا برادر اخند په مشرۍ یو پلاوی اسلام اباد ته ولاړ شي.
په ورته وخت کې پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» د کانګرس د يوه پلاوي په ملتیا وار له مخه اسلام اباد ته رسېدلي.
د راپورونو په اساس، طالبان به په خپل دې سفر کې د پاکستان له لومړي وزیر «عمران خان» سره هم وویني.
عجیبه خلک یاست ولس ته به وایی چی موږ سوله پاکستان غواړو مګر جنګ له افغانانو سره کوو نو بیا د عمران خان همغه خبره رښتیا کیږی چی پاکستان پوځ او استخباراتو د مخکینی مجاهدین + القاعده + طالبان + داعش سره اړیکی لری او د هغو ډلو تربیه او روزنه کوی چی په افغانستان کی جګړه مخی ته بیایی، نو پدی غونډه کی د پوځ د مشر شتون هماغه خبره باندی د تاییدی مهر لګول کیږی چی طالبان بی د پاکستان د پوځ او استخباراتو له اجازی پرته هیڅ کار هم نشی کولی نو ځکه مخکی له ټاکنی ولسمشر… نور لوستل »
واضحه خبره ده چی بدون د حکومت له مشری او غړیتوب نه د سولی هره غونډه ناکامه ده. په نظامی ډګر کی هم ثابته شوه چی د الفتح پروګرام کومه خاصه نتیجه ورنکړه او هم طالبانو ونشو کړای چی انتخابات ګډوډ کړی. حکومت دری نیم لکه منظم فوځ لری چی اوس له پاکستان سره په نیابتی جنګ کی شکیل دی. پاکستانیانو په وار وار سره ویلی دی چی طالبان د دوی عسکر دی او دوی ته جنګ کوی.
خپله مرداري ، جنایت ، ګوډاګیتوب ، هیواد خرڅونه ، دالر خوړل ، ظلم ، فساد او ناموس پلورنه په نوروتپل د جاهلو ، بیکارو او مذدورو خلقو کاردی چې یواځې د غلا او درواغو استعداد لري ! لمر په ګوتو نه پټيژي !!
طالبان به له مذدور اجنټ خرڅ شوي بانډ سره هیڅ وخت کشې نني ! چا چې اسلامي امارت ورانکړی له هغوی سره به خبرې کوي خو هیڅکله له فاسد دباشي او مذدور بانډ سره خبرې ونکړي!!!